لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی نولسمه غونډه

mail-admin
Thu, Feb 02 2023 12:07 PM
لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی نولسمه غونډه

لغمان ولایت کې دامارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی خپله نولسمه غونډه ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ دده په کاري دفتر کې ترسره کړه. 
د غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې رییس او د تخنیکي پلاوی مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا وکړه او ویې وویل: «لومړۍ باید ښار ته نږدې سیمې کوم چې پلان شوی ښارگوټي، صنعتي پارکونه او دهستوګنې سیمې دي کوم چې دتیر نظام پر وخت کې داشخاصو او زور واکانو له خوا غصبې شوې دي په دې ځایونو باید کار وکړو او تر بررسۍ لاندې ونیسو.»
 هغه زیاته کړه چې  په دې سره به له یوې خوا امارتي ځمکې له غصب څخه خلاصې شي او له بلې خوا به د دولت په عوایدو کې زیاتوالی راشي په ورته مهال محسن د مرکز اړوند دR2 ساحې د ۲۹۲ جریبه غصب شوي صنعتي پارک د ځمکې دتثبیت او تشخیص په اړه وویل چې دکدستر ټیم د دریو ورځو کار په نتیجه کې دا تثبیت شوه چې په یاده ساحه کې ۲۸۳ کورونه غاصبینو د سرپناه په موخه  جوړ کړي دي، دوه سوه نورو غاصبینو دکورونو لپاره چهاردیوالي تاوې کړي دي او کورونه ورته لا تر اوسه ندي راغلي  او همدارنګه محسن وویل چې د شل جریبو په شاوخوا کې هلته سپینه ځمکه پرته ده چې سپینه ساحه زیاتره ناهمواره ده. په غونډه کې د زنګورې دشپږ اتیا جریبه ځمکې د ذوالید د ترلاسه کولو او اجاره دار ته د یادې اندازې ځمکې دتسلیمې لپاره پریکړه وشوه چې دیکشنبې ورځ به تخنیکي پلاوی غړي دسرخکانو دزنګورې ځمکې ته ورځي او ځمکې ذوالید به امارت ترخپل ولکې لاندې راولي او ځمکه به اجاره دار ته تسلیموي.
د تخنیکي هیئت غړو بیاد R2 ساحې د صنعتي پارک د څو تنوغاصبینو سره وکتل او دوي خپلې ستونزې د تخنیکي پلاوی غړو سره شریکې کړې دوي وویل چې مونږ ټول بې بضاعت وګړي یو او په بل ځای کې د استوګنې لپاره کومه نمره ځمکه او ځای نه لرو هغوی په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې داوس لپاره بایدزمونږ جوړ کورونه ویجاړ نه شي ځکه چې اوس ډیر سخت ژمی ده او زیات ساړه دي او دسرپناه لپاره په بل ځای کې داسې کوم خاص کور نه لرو. دتخنیکي هیئت رئیس محسن دوي ته وویل چې یادې ستونزې به مو له مشرانو سره دحل په موخه شریکې کړو او هغه وویل  چې د مشرانو له نهایي پریکړې څخه وروسته به په یاده ساحه پریکړه عملي کیږي.
د غونډې په وروستیو کې  تخنیکي هیئت غړو دمرکز اړوند دکرنج سیمې له یو شمیر اوسیدونکو سره وکتل کوم چې ددوي ترمنځ څه وخت وړاندې د قبرستان پرځمکې لانجه راغلی وه او یوتن دیادې سیمې حضرت نامې دقوم دقبرستان اووه متره ځمکه د کور جوړولو لپاره غصبه کړی وه او قوم تخنیکي پلاوی ته عارض شوي ؤ په دې هکله پریکړه وشوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS