مالي او اداري مرستیال: د قانوني پړاوونو له بشپړېدو پرته هېڅ یوه اداره د بلې دولتي ادارې په ځمکه تاسیسات جوړولای نه شي

mail-admin
Thu, Feb 02 2023 12:04 PM
مالي او اداري مرستیال: د قانوني پړاوونو له بشپړېدو پرته هېڅ یوه اداره د بلې دولتي ادارې په ځمکه تاسیسات جوړولای نه شي

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د یو پلاوي په مشرۍ، د ننګرهار دکرنې ریاست او کانال ریاست د چارو ارزونې په پار یاد ولایت ته د سفر کړی دی.
ددې سفر په ترڅ کې ښاغلی فضلي د ننګرهار د کرنې ریاست او کانال ریاست له چارواکو سره د ننګرهار کانال ریاست په ودانۍ کې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د ننګرهار کانال رییس، د ولايت مالي او تاميناتي چارو رییس ، د ننګرهار دکرنې رییس، جلال اباد ښاروال، ملي امنيت استازى، اراضي ادارې استازي او یوشمېر نور چارواکي ګډون درلود.
په دې غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي وویل: « د قانوني پړاوونو له بشپړېدو پرته هېڅ یوه اداره د بلې دولتي ادارې په ځمکه تاسیسات نه شې جوړلای.» ښاغلی فضلي دغه راز وویل، هغه ادارې چې د بشپړ قانوني پړاوونو تر بشپړولو پرته د ننګرهار کانال په ځمکه خپلې ادارې لپاره تاسیسات جوړوي حق نه لري، چې د قانونو پړاوونو له بشپړولو پرته کار وکړي، تر څو چې د دولت د لوړ مقام څخه د ځمکې د انتقال حکم او امر رانه وړي .
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د یو پلاوي په مشرۍ، د قراردادونو ارزونې، د غصب مخنیوی، د پورونو بېرته اخیستل او د ننګرهار کانال د نویو عایداتي سرچینو د تشخیص په پار ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS