میدان وردګو کې د لسو کوچنیو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Sat, Jan 28 2023 10:58 AM
میدان وردګو کې د لسو کوچنیو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګروملتونو دخوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «FGA» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د سیدآباد ولسوالی د شیخ آباد او شنیزپه حوزو کې د لسو کوچنیو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
د چارواکو په خبره په دغو پروژو کې استنادي دېوالونه، په اساسي ډول د کاریزونو د خولو جوړول او د کاریزونو د اوبو لپاره د حوضونو جوړول شامل دي، چې ۱۵۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.
له دغو پروژو څخه برخمن شوي خلک د یادو پروژو له پلي کېدو څخه د خوښي په څرګندولو سره د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کړنې او هلې ځلې وستایلې او په راتلونکې کې د ورته او نورو پروژو د پلي کولو غوښتونکي شول.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه د اوبو مدیریت، د بزګرانو ملاتړ، خلکو ته د کار زمینه برابرول او په ټوله کې د کرنې د پراختیا په پار هلې ځلې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS