د لوګر ولایت د غصب مخنیوی او ځمکو د استرداد تخنیکی پلاوی د هوني سفلا سیمې ته سفر وکړ
د لوګر ولایت د غصب مخنیوی او ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی مشر مولوی سید امین هاشمي په داسې حال کې، چې ددغه پلایو غړو ی هم ملتیا کوله د هوني سفلا سیمې ته د کاري سفر په لړ کې د یادې سیمې له قومې مشرانو سره دغصب اړوند د امیرالمؤمنین فرمان شریک کړ.
په دې ناسته کې د قومي مشرانو په استازولۍ دوه تنو هر یوه ډګروال شمس الرحمن او حاجي غلام حبیب خبرې وکړې او تخنیکي پلاوی ته یې د هرراز همکاریو تر څنګ وویل، چې د غصب شویو ځمکو اړوند باید ښه دقت ووشي.
په پای کې د سیمې قومي مشرانو ته د ځمکو د ښه تثبت په پار پوښتنپاڼې ووېشل شوې تر څو د دغو ځمکو اړوند معلومات پکې ذکر کړي.
