د هلمند دکرنې ریاست: ٢٦٧ قلمه داغمه او مازادو توکو د لیلام چارې پیل شوې 

mail-admin
Sat, Jan 28 2023 10:04 AM
د هلمند دکرنې ریاست: ٢٦٧ قلمه داغمه او مازادو توکو د لیلام چارې پیل شوې 

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند ٢٦٧ قلمه داغمه او مازاد توکي چې پکې بېلابېل تر وخت تېر او زاړه اجناس او وسایل، چې د کرنې ریاست ورته اړتیا نلري شامل دي، د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل کېږي.
دغه توکي چې د وخت په تیرېدو سره په بشپړ ډول له کار او فعالیت څخه لویدلي و، د یوه ځانګړي پلاوی لخوا تشخیص او د لیلام وړ بلل شوي وو.
د نوموړو توکو د لیلامولو  چارې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په حکم د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او مالیې وزارت سره په همغږۍ په داسې حال کې پیل شوې، چې د مرکز څخه د راغلي پلاوي په ملتیا د ولایت مقام، استخباراتو ریاست، کرنې ریاست  او د بېلابېلو ادارو استازو هم حضور درلود.
نوموړي زاړه او تر وخت تېر وسایل، توکي او اجناس چې مخکې یې په اړه د راډیو او هلمند جریدې له لارې اعلانونه خپاره شوي وو اشخاصو، افرادو او مؤسساتو ته پکې بلنه ورکول شوې وه ترڅو د اړتیا وړ توکو رانیولو په موخه پروسه کې ګډون وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS