کندهار کې له همکارو برنامو سره سکټوري غونډه ترسره شوه

mail-admin
Sat, Jan 28 2023 9:46 AM
کندهار کې له همکارو برنامو سره سکټوري غونډه ترسره شوه

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې ددې ریاست اړوند له همکارو برنامو سره سکټوري غونډه، دکندهارد کرنې رییس مولوی محمود مظلوم په مشرۍ دائره شوه.
په دې غونډه کې د کندهار دکرنې رياست چارواکو سبېره د (DCA)،( CHA/WFP)،( DAI-CROPS)،( KRO)،(ADA)،( FAO) مسولو چارواکو ګډون کړی وو.
د‌ غونډې په پيل کې د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د همکارو برنامو د تېرو کړنو راپور او راتلونکې پلانونه واورېدل، دوی د همکارو مؤسسو له چارواکو وغوښتل، چې همغږۍ، دوه اړخيزې همکارۍ، د ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو، اطاعت، د لارښوونو تعقيب او ټولو سيمو لاسرسی ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلی مظلوم د همکارو مؤسسو چارواکو ته وویل، چې په راتلونکې کې باید خپل فعالیتونه دکندهار ولایت لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې پلي کړي، باید دقیقه سروې ووشي، چې مستحق کسان په ګوته او مرسته ورسره ووشي او د ټولو کړنو راپور دې دکرنې ریاست سره شریک شي.
په همدې حال کې، د همکارو برنامو چارواکو په خپل وار سره په ۲۰۲۲ ام کال کې د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړل او ورپسې يې د ۲۰۲۳ ام کال په پلانونو رڼا واچوله.
د غونډې په پای کې د کندهار دکرنې ریاست چارواکو د همکارو برنامو مسولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS