کندهار کې دڅارویو د داخلي چنجیو د درملنې کمپاین پیل شو

content_admin
Tue, Jul 30 2019 1:57 PM
کندهار کې دڅارویو د داخلي چنجیو د درملنې کمپاین پیل شو

۸ زمری ۱۳۹۸

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې سازمان «FAO» او « MEDEAR » موسسې په همکارۍ ددې ولایت د درېوو ولسوالیو «ارغنداب، تخته پل او سپین بولدک» د هغو وچکالۍ ځپلو مالدارانو د مالونو د خوندي کولو په پار چې د یادو ادارو له خوا ورته د څارویو خوراکي توکي وېشل شوې وه د داخلي چنجیو ضد درملو د وېش کمپاین پیل شوې ده. د کندهار د کرنې ریاست وایي، چې په دې لړۍ کې به مالدارو کورنیو ته د مالونو د خوندي کولو په پار د داخلي چنجیو ضد درمل ورکړل شي، تر څو د دوی مالونه له دې ناروغۍ څخه خوندي شي.
دغه درمل د کندهار د کرنې ریاست د هلو ځلو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې سازمان «FAO» او « MEDEAR » موسسې په همکارۍ چمتو شوې، ترڅو د څاریو د خوندیتابه کچه لوړ شي.
باید وویل شي چې، له ناروغیو سره د مبارزې په موخه د یاد کمپاین په پلي کېدو سره له یوې خوا د څاریو په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپراوي مخه نیول کیږي او له بلې خوانه د څارویو په منځ کې د تولید کچه هم لوړیږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS