د پکتیا دکرنې رییس د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې سیمه ییزو چارواکو سره وکتل

mail-admin
Wed, Jan 25 2023 3:34 PM
د پکتیا دکرنې رییس د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې سیمه ییزو چارواکو سره وکتل

۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعيد، په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» چارواکو سره په لیدنه کې د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مدیریت پروژې پر فعالیتونو خبرې وکړې.
 په دې غونډه کې د پکتیا د چاپېریال ساتنې رییس مولوي عبدالهادي، د کوچیانو ریاست استازی، په پکتیا کې د ځمکې او ځنګلو تلپاتې مدیریت پروژې مسئول محمد ابراهیم قادري(GEF- FAO)، د سیدکرم او احمدآبا د ترویج مدیرانو او د پکتیا دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو کارکوونو ګډون کړی و.
په ياده ناسته کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز په پکتیا کی د ځمکې او ځنګلو تلپاتې مدیریت پروژې مسئول محمد ابراهیم قادري له ښاغلی سعید سره د خپلې پروژې د ترسره شویو کړنو او راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل.
د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعيد په خپلو خبرو کې د يادې مؤسسې له کړنو څخه مننه وکړه او له مسولينو سره د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د يادې مؤسسې له چارواکو وغوښتل، چې یاده پروژه په نورو ولسوالیو کې هم وغځوی او خپلې چارې د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي، نوموړي همداراز وويل چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به ډېر ځنګل میشتو کورنیو ته اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS