هلمند کې د کرنیزو درمل پلورونکو او کاروباریانو سره ناسته وشوه

mail-admin
Wed, Jan 25 2023 9:35 AM
هلمند کې د کرنیزو درمل پلورونکو او کاروباریانو سره ناسته وشوه

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمر مولوي محمد شریف احسان په مشرۍ ، په دې ولایت کې دکرنیزو شرکتونو او درمل ځایونو د معیاري کولو په موخه د هغوی له استازو سره ناسته وشوه. 
په یاده ناسته کې د هلمند د کرنې ریاست اړوند د پلان او برنامو د همغږي‎ۍ مدیر انجنیر امان الله تسکین او د بوټیو ساتنې مدیر انجنیر نجیب الله حکیمي په ګډون  د نباتي او حیواني درملتونونو مسؤلینو او کارکوونکو برخه لرل.
په غونډه کې ګډونوالو ته د هلمند کرنې ریاست چارواکو لخوا لازمې سپارښتنې وشوې او یادونه وشوه، چې  د هلمند د کرنې ریاست چارواکو هڅې پیل کړي دي، چې په دې ولایت کې د نباتي درملو د پلور شرکتونه او درملتونونه د کرنې وزارت د ځانګړې تګلارې له مخې په فني او مسلکي ډول را جوړ کړي، ترڅو ځمکوالو ته باکیفیته خدمات وړاندې شي، د غیر مسلکي کسانو، بې جوازه کاروباریانو او تر وخت تېر او بې کیفیته درملو مخه ونیول شي. 
دوی همدا  راز وویل: «د هلمند دکرنې اداره د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره د هر ډول مرستې او همکاریو ژمنه کوي ترڅو په دې برخه کې ځمکوال، بڼوال او مالدار د بهبود پر لور ولاړ شي او له دې لارې د باکیفیته خدمتونو څخه برخمن شي». 
دغه راز په دې غونډه کې ګډونوالو ته سپارښتنه وشوه، چې د نباتي درملو ټولو خصوصي شرکتونه او در مل پلورونکي چې د کار کولو جواز نلري باید جواز ترلاسه کړي او هغه کسان چې جوازونه یې تر وخت تیر وي نوي یې کړي .
یادو کسانو ژمنه وکړه، چې خپل ټول فعالیتونه به د کرنې ریاست د فني او مسلکي کارمندانو د لارښؤنې او د اړونده ادارې د کړنلارې سره سم عیاروي او په دې برخه کې د کرنې ریاست څخه د ملاتړ او همکاري هېله لري.
د یادولو وړ ده، چې د هلمند د کرنې ریاست اداره هڅه کوي  چې هلمند کې دغه ډول ټول مرکزي او سیمه ییز مرکزونه معیاري او په ټولو مسلکي شرایطو برابر کړل شي، ترڅو بزګرو او مالدارو ته معیاري او مسلکي خدمات وړاندې او د راتلونکو احتمالي خطراتو مخه ونیول شي .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS