د کرنیزې پراختیا وجهي صندوق د اسلامي مالي محصولاتو تمویل پرانیستل شو

mail-admin
Mon, Jan 23 2023 11:27 AM
د کرنیزې پراختیا وجهي صندوق د اسلامي مالي محصولاتو تمویل پرانیستل شو

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء مرستیال جلالتماب مولوی عبدالسلام حنفي، د کابینې دیوشمېر غړو او د یوشمېر بهرنیو ډيپلوماټانو  په شتون کې د کرنیزې پراختیا وجهي صندوق د اسلامي مالي محصولاتو د فعالیتونو د پرانیستلو په پآر دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.
دا غونډه د ا.ا.ا د ریاست الوزراء مرستیال جلالتماب مولوی عبدالسلام حنفي، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولو عطاء الله عمري، د بهرنیوچارو وزیر مولوی امیرخان متقي، د مالیې وزیر مولوی هدایت الله بدري، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د مرکزي بانک رییس مولوی عبدالقاهر ادریس، معینانو، رییسانو او دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو سفارتونو او د مرستندویو بنسټونو د استازو په شتون کې دکرنې په وزارت کې دائره شوې وه.
په دې اړه جوړه شوې غوونډه کې، د اسلامي امارت چارواکو د کرنې پر ودې او پراختیا ټینګار وکړ، او اعلان یې وکړل، چې اسلامي امارت ددې مهم سکټور دې او پراختیا ته ژمن دی.
د ریاست الوزراء مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې وویل: «اسلامي امارت په خپل ټول توان سره د کرنې، مالدارۍ، صنعت، تعلیم او کانونو سکټور څخه ملاتړ کوي، دغه راز له هغو کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه چې وغواړي په یادو مهمو برخو کې پانګونه وکړي، هم هر اړخیز ملاتړ کوو، په همدې توګه له بهرنیو او کورنیو پانګوالو غواړو، چې راشي او په یادو برخو کې دې پانګونه وکړي، د دوی پانګې له هر اړخه خوندي پاتې کېږي.»
د ریاست الوزراء د مرستیال تر خبرو وروسته د کرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري هم خبرې وکړې او ویې ویل: «خوښ یم، چې ددې پرتمینې غونډې کوربه یم، چې موخه او کار یې د افغانستان پرمختګ او ددې هېواد د بزګرانو ملاتړ دی، نړۍ د انسان بدن په څېر یو پیکر دی، که د نړۍ په یوه څنډه کې یو ملت یا هېواد ته زیان ورسېږي، نور ملتونه او هېوادونه یې هم زیانونه او اغېزې احساسوي، ځکه که په یو هېواد کې ناروغي خپره شي، ددې شونتیا شته، چې ټوله نړۍ ته یې اغېزې ورسېږ او ترې اغېزمن شي، په همدې توکه که په کوم هېواد یا ځآی کې خلک کرنیز او یا اقتصادي زیان وویني، زیان یې د نړۍ ډېری وګړو ته رسېږي، ځکه بېوزلۍ، بیکارۍ، کډوالۍ او وروسته پاته کېدل هغه ستونزې دي، چې د نړۍ په هرګوټ کې د خلکو د ستونزو او سرګردانۍ لامل کېږي، افغانستان د هغو هېوادنو په ډله کې دی، چې له یادو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، یعني، پرمختګ ښېګڼې او بدۍ یوبل پورې تړلي دي، باید د بدیو د لمنځه وړلو په پار کار وکړو او د یوبل د نښلولو په پار یوبل ته لاس ورکړو.»
دکرنې وزیر په خپلو خبرو کې وویل، چې ملګري ملتونه باید په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي، ترڅو له اوسني وضعیت څخه ووځو. «یوازې آمارت نه شوي کولای، چې له دې وضعیت څخه د افغانستان خلک وباسي، اړتیا ده، چې مرستندویه بنسټونه، مؤسسات او په ټوله کې ملګري ملتونه دې زموږ دهېواد له خلکو سره مرستې او همکراۍ وکړي، زموږ هېواد دکرکیلې او کرنې لپاره غوره اقلیم او بستر لري او هر زون یې د بېلابېلو نباتانو لپآره غوره ځایونه لري، که نړۍ پاملرنه وکړي، موږ کولای شو، چې د بېوزلۍ، بیکارۍ او کډوالۍ د کچې په ټیټولو او د غه راز د کارموندنې او په مخدره توکو د ځوانانو د روږدتیا د مخنیوي په پار اغېزناکې کړنې ترسره کړو، موږ بیا هم په شته امکاناتو سره هلې ځلې کوو، اوس امنیت تامین او غوره کاري چاپېریال رامنځته شوی دی، په اسلام کې هم لومړی پر امنیت او بیا ورپسې په دویم ګام کې پر کرنه ټینګار شوی دی، د افغانستان بزګران کرنیزو ماشینونو او میکانیزه کرکېلي روزنې ته اړتیا لري، چې نړۍ دې باید په دې برخه کې همکاري او ورته پاملرنه وکړي.»
دکرنې وزیر دغه زار په خپلو خبرو کې د امارت په دور کې د کرنې وزارت پر یوشمېر فعالیتونو خبرې وکړې او ویې، چې د ځمکې د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو پلاوي له لارې تر دې دمه د هېواد په کچه لسګونه زره جریبه ځمکې له غصب څخه خلاص شوي دي.
«اوس چې دلته سره راټول شوي یو، د بزګرانو د ملاتړ په پار دي، ترڅو څنګه له دوی سره همکاري او مرستې ووشي، دکرنې د پراختیا صندوق کولای شي، چې دوی ته پورونه ورکړي، او په اسلامي چوکاټ کې دې خپل فعالیتونه لا ښه کړي.»
په دې غونډه کې دغه راز د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقي، د مرکزي بانک رییس الحاج مولوی عبدالقهارادریس، د مالیې وزیر مولوی هدایت الله بدري، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم په ترتیب سره دکرنې د اهمیت او دکرنې د پراختیا او ودې په پار د بهرنیو سازمانونو او بنسټونو سره پر خپلو کړو خبرو اترو خبرې وکړې.


محصولات تمویل مالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی افتتاح شد 
محفل افتتاحیه‌ای محصولات تمویل مالی اسلامی صندوق وجهی انکشاف زراعتی وزارت زراعت به با اشتراک عبدالسلام حنفی معاون رییس الوزا ا.ا.ا، اعضای کابینه و شماری از دیپلوماتان خارجی برگزار شد.
 این برنامه با حضور داشت مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزراء امارت اسلامی، مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی امیرخان متقی وزیر امور خارجه، مولوی هدایت الله‌بدری وزیر مالیه، ملاخیرالله‌خیرخواه وزیر اطلاعات و فرهنگ، مولوی عبدالقاهر ادریس رئیس بانک مرکزی، معینانان، روساء و نماینده‌گان سفارت‌خانه‌های خارجی و موسسات و نهاد‌های خیریه در وزارت زراعت دایر شد.
در این محفل مسوولان امارت اسلامی در راستای رشد و انکشاف زراعت تاکید نموده و اعلان داشتند که امارت اسلامی مصمم برای پیشرفت این سکتور مهم می‌باشد.
مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزراء در صحبت‌هایش گفت:" امارت اسلامی باتمام توان از پیشرفت سکتور زراعت، مالداری، صنعت، تعلیم و معادن حمایت می‌کند، همین‌گونه از شرکت‌ها و سرمایه‌داران داخلی و خارجی که بخواهند در این بخش‌های مهم کار نمایند، نیز حمایت همه‌جانبه‌میکنیم، همچنان از سرمایه‌گذاران داخلی و خارجی می‌خواهیم که بیایند در این عرصه‌هار کار کنند، از همه لحاظ سرمایه‌های شان محفوظ می‌ماند".
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت نیز به تعقیب صحبت‌های معاون ریاست‌الوزراء صحبت نموده اظهار داشتند:" خوشحالم که میزبان این محفل پرشکوه می‌باشم که هدف و کار این بخش طرقی افغانستان و یاری دهقانان این ملک می‌باشد، دنیا مثل جسم انسان و یک پیکر است، اگر ملتی یا کشور در گوشه‌ای از جهان آسیب ببیند دیگر ملت‌ها نیز آسیب آن را احساس می‌کنند، چون اگر بیماری در کشوری شیوع کند، امکان دارد که دامنگیر بشریت شود، همین‌گونه اگر مردمی در جایی آسیب اقتصادی یا زراعتی ببینند، ضرر آن به اکثریت مردم جهان میرسد، چون فقر، بیکاری، مهاجریت و عقب‌ماندگی مشکلاتی اند که در هر گوشه‌ای از جهان باعث مشکلات و سرگردانی مردم میشود، افغانستان یکی ازکشورهایی است که با این مشکلات سردچار می‌باشد، یعنی خوبی‌ها و بدی بشریت وابسته به هم‌است، باید برای ازبین بردن بدی‌هار کار کنیم و برای وصل یکدیگر دست بدست هم بدهیم".
وزیر زراعت در قسمتی از صحبت‌هایش گفت که جامعه ملل در این شرایط حساس لازم است که دست مردم افغاتسان را بگیرد تا از وضعیت فعلی بیرون شویم." امارت به تنهایی نمی‌تواند که از این حالت مردم افغانستان را بیرون کند، نیاز است نهادهای خیریه، موسسات و در مجموع سازمان ملل مردم این ملک را همکاری کنند، ملک ما دارای بستر و اقلیم بهتری برای کشت و زراعت می‌باشد و هر زون مکان مناسب برای کشت نباتات می‌باشد، اگر توجه جهان شود ما میتوانیم در راستای کاهش فقر، بیکاری، مهاجرت، اشتغال و جلوگیری از معتاد شدن جوانان به مواد مخدر کارهای موثر کنیم، با آنهم با امکانات دست داشته تلاش می‌کنیم، فعلآ امنیت تامین و فضای کاری خیلی مساعد می‌باشد، در اسلام هم در اول به امنیت و در قدم دوم به زراعت تاکید شده‌است، دهقانان افغانستان نیاز به ماشین‌آلات زراعتی و آموزش زراعت نوین دارند که جهان باید این‌هارا همکاری و توجه کند".
وزیر زراعت در بخشی از صحب‌هایش پیرامون جلوگیری از غصب هزاران جریب زمین و برگردان زمین‌های امارتی به دولت و دیگر فعالیت‌های این سکتور د…

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS