احمد اباد کې د جمیني سربند او کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۷ زمری ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د احمد آباد ولسوالۍ د احمد خیلو کلي د جمیني سربند او اوبولګولو کانال د جوړولو د بنسټ ډبره ددې ولایت مرستیال والي عبدالولي سهي، د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند، سیمه ییزو چارواکو او ددې ولایت د یوشمېر اوسیدونکو په شتون کې کېښودل شوه.
د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وویل، چې د احمد خیلو کلي د جمیني سربند سره یوځای د ۸۵ مترو په اوږدوالی د اوبولګولو یو کانال هم جوړیږي.
د یاد سربند او کانال د جوړولو ټولیز لګښت دوه میلیونه او ۲۷۳ زره او ۶۷۳ افغانۍ ده ، چې په جوړېدو سره یې ۵۵۰ جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي او ۳۵۰ کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي.
ددې پروژې په بشپړېدو سره د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او ترڅنګ یې د یاد کانال او سربند د تر پوښښ لاندې ځمکو کرنیز محصولات به هم د پام وړ زیات شي، چې د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.