ارزګان کې د ولسونو ستونزو ته د رسېدنې په پار هڅې
۲۴ مرغومې ۱۴۰۱ه.ش
۲۱ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه.ق
د ا.ا.ا د ارزګان ولایت سیمه ییزو چارواکو ددې ولایت لرو پرتو سیمو او عامو اوسیدونکو د ستونزو هوارولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
په همدې موخه د ارزګان مرستیال والي حاجي مزمل په مشرۍ د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالصمد مقبول او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو به شتون کې ددې ولایت خاص ارزګان ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې د خلکو ستونزې او مشکلات واورېدل.
ددې سفر په ترڅ کې د ارزګان مرستیال والي حاجي مزمل او ورسره مل پلاوی په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې او مشکلات واروېدل او د دوی د ستونزو او مشکلاتو د هوارو په پار اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
