خوست کې د ځنګلونو د خوندیتوب په پار هلې ځلې
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو خوندیتوب په پار هڅې کړندي کړي دي.
دخوست دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددغو هلو ځلو په دوام په دې ولایت کې درې ځنګل وهوونکي نیول شوي دي.
د خوست دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې طبیعي سرچینې او ځنګلونه خوندي او د پرېکېدو مخه یې ونیسي.
