پکتيا کې د هګيو چرګانو ۵۸۸ فارمونه جوړېږي

mail-admin
Thu, Jan 12 2023 9:46 AM
پکتيا کې د هګيو چرګانو ۵۸۸ فارمونه جوړېږي

د  پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکزګردیز په بېلابېلو کلیو کې ۵۸۸ بېوزلې، کونډې او معیوبو ښځو ته د دوی دکورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو ۳۰ قطعه یې فارمونه جوړېږي.
په دې اړه جوړه شوې غونډ کې، د افغانستان لپاره د ناروي کميټې د کرنې برخې مسوول رحمت خان وويل، چې د فارمونو د جوړونې لپاره يې تر دې وړاندې د مرغانو وسايل توزیع او پر مټ يې مرغ خونې جوړې شوي، نوموړي زياته کړه چې نن ورځ هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کيلو د چرګانو دانه، ۳ د دانې او ۳ د اوبو لوښي توزیع کوي او په راتلونکي کې به هرې کورنۍ ته ۳۰ قطعې چرګان هم وويشل شي.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالرؤف سعید په خپلو خبرو د اړمنو کورنيو لپاره د چرګانو د فارمونو جوړول د اقتصادي پياوړتيا لپاره اغېزناک وبلل او په دې برخه کې يې د افغانستان لپاره د ناروي کميټې هڅې وستايلې، نوموړي له ګټه اخيستونکو وغوښتل، چې سمه ګټه ترې پورته او پالنې ته پاملرنه وکړي‌.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS