د ننګرهار دکرنې ریاست: د پنځو کاریزونو د بیا رغونې چارې پیل شوې
۲۰ مرغومې ۱۴۰۱ه.ش
۱۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي او مدیریت په پار د یوې ویالې او پنځو کاریزونو د بیارغونې چارې پیل شوي دي.
د چارواکو په خبره دغه ویالې او کاریزونه د غنمو د ورکړې په بدل کې د ځآیي او سیدونکو له خوا بیارغول کېږي.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي دغه راز وویل، چې د کامې ولسوالۍ په بېلابېلو دیارلسو کلیو کې د ویالو او کانالونو د بیا رغونې او پاکونې چارې هم روانې دي، چې کاریګر د کرنې ریاست لخوا د کار په بدل کې د غنمو د ورکړي پروژې څخه خوښ دي او د لازیاتو پروژو د پلي کولو غوښتنه لري.
