د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوې لسمه ناسته ترسره شوه
۲۰ مرغومې ۱۴۰۱ه.ش
۱۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه.ق
د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکی پلاوی لسمه غونډه ترسره کړه.
یاده غونډه چی د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست کی دایره شوه پکې د تیر کمیسیون غړو، او د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی رییس او غړو ګډون درلود.
په دې غونډه کې، د یاد پلاوی رییس او غړو د تیرې اوونۍ راپورنه شریک کړل او هر یو پخپل وار سره د راتلونکی چهار شنبې ورځې لپاره په پلان شوی عملي طرحه کې خپل نظرونه وړاندې کړل.
په دې غونډه کې دغه راز د تېر کمیسیون غړو د خپلو ترسره شویو کړنو راپورونه د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي کیمټې ته وړاندې کړل.
