ننګرهار کې د مالټې څه باندې ۱۳۵۰۰ جریبه بڼونه جوړېږي
۱۸ مرغومې ۱۴۰۱ه.ش
۱۵ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې سږکال د ننګرهار کانال په څه باندې ۱۳۵۰۰ جریبه ځمکه د مالټې نوې بڼونه جوړېږي.
د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل: «د زرغونتیا په پار مو هلې ځلې ګړندي کړي، په همدې موخه به سږکال د ننګرهارکانال په ۱۳۵۰۰ جریبه ځمکه کې به د مالټې نوي ڼونه جوړ شي، په داسې حال کې چې تردې دمه په شاوخوا ۱۲۰۰۰ جریبه ځمکې مالټه باغونه جوړ شوي دي.»
ښاغلی کظیم زیاته کړه: «پلان لرو او په دې اړه مو هڅې ګړندي کړي هم دي چې د ننګرهارکانال ریاست په ځمکو کرل شوو مالټه باغونو حاصلاتو ته بهرنې بازار پېدا کړو.»
