د جوزجان سیمه ییزو چارواکو سره دکرنې وزیر لیدنه

mail-admin
Sun, Jan 08 2023 11:30 AM
د جوزجان سیمه ییزو چارواکو سره دکرنې وزیر لیدنه

۱۸ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د آمو سیند په غاړه د تخریباتو د اروزنې رییس مولوی عطاءالله عمري د جوزجان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د لیدنې په ترڅ کې د آموسیند په غاړه له تخریب شویو سیمو او د تخریب تر ګواښ لاندې سیمو په پآر د دوی غوښتنې او وړاندیزونه وارورېدل.
دکرنې وزیر د جوزجان والي قاري محمد اسماعیل، د امنیې قومندان قاري حفیظ الله پهلوان، د استخباراتو رییس مولوی خوشحال او د لوا قومندان ملا راز محمد خنجري سره وکتل، او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې د جوزجان په ولایت کې د آموسیند په غاړه له تخریب شویو سیمو او د تخریب تر ګواښ لاندې سیمو په هکله خپل وړاندیزونه له لېږل شوي پلاوی سره شریک کړي ترڅو په طرحه کې ځای پرخای و کابینې ته وړاندې کړي.
په همدې حال کې د جوزجان سیمه ییزو چارواکو د پلاوی د راتګ هرکلۍ وکړ او هغه سیمې، چې ډېر زیات تخریب شوي دي پلاوی ته ور په ګوته کړه او د حل په پار یې د جدي پاملرنې غوښتوکي شول.
د کابینې د پرېکړې پر اساس دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ، چې په کې د سرحداتو، اقوام او قبایلو چارو وزارت، د اوبو او برېښنا وزارت، کانونو او پټروليم وزارتونو مرستيالانو، د پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت ، د بهرنیو چارو وزارت، د معلوماتو او احصایې ملي ادارې رييسانو شامل دي د آمو سیند په غاړه پرتو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د آموسیند په غاړه له تخریب شویو سیمو او د تخریب تر ګواښ لاندې سیمو څخه لیدنه کوی او د یادو سیمو د اوسیدونکو ستونزې اوري.

دیدار وزیر زراعت با مسوولان محلی ولایت جوزجان 
۱۷ جدی ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله وزیر زراعت و رییس هیئت بررسی تخریبات اطراف دریای آمو با مسوولان محلی ولایت جوزجان دیدار کرده و درخواست‌های شان را مبنی بر جلوگیری از تخریبات بیشتر دریای آمو در جوزجان استماع نمود.
وزیر زراعت با قاری محمد اسماعیل راسخ والی، قاری حفیظ الله پهلوان قمندان امنیه، مولوی خوشهال رییس استخبارات و ملا رازمحمد خنجری قمندان لوا ولایت جوزجان دیدار کرده و از آنها خواست تا پیشنهادات شان را به منظور جلوگیری از تخریبات بیشتر اطراف دریای آمو در ولایت جوزجان با هیئت فرستاده شده شریک نمایند تا در طرح جا داده و به کابینه پیشکش نمایند.
در همین حال مسوولان محلی ولایت جوزجان از تشریف آوری هیئت استقبال کرده و ساحاتی که بیشتر تخریبات در آن جا صورت گرفته را به هیئت بیان کرده و خواستار توجه جدی برای رفع آن شدند.
وزیر زراعت‌، آبیاری و مالداری در رائس یک هیئت عالی مطابق به فیصله کابینه امارت اسلامی افغانستان متشکل از معینان وزارت‌های امور سرحدات، اقوام و قبایل، معادن و پطرولیم، آب و برق و رئسای ادارات؛ امور خارجه، رسیده‌گی به حوادث و اداره ملی احصایه‌ و معلومات به ولایت‌های اطراف دریای آمو سفر کرده و از ساحات تخریب شده بازدید کرده و مشکلات باشنده‌گان آن مناطق را استماع می‌نمایند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS