کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هڅې

user-admin
Wed, Jan 04 2023 6:40 PM
کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هڅې


۱۴ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد ټیم رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ تخته پل ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د دې سفر موخه د هغه دوو قومونو تر منځ د ځمکو تشخيص، تثبیتول او هوارول ؤ چي پرامارتي ځمکو یې  له ډيرې مودې راهیسې شخړي او لانجي درلودې.
یاد پلاوي په دې سفر کې د تخته پل ولسوالی له یوشمېر قومي مخورو سره وکتل او د ځمکو تشخيص، تثبیت کولو او د شخړي او لانجي او هوارولو په اړه له دوی سره خبرې اترې وکړې.
په دې اړه غونډه کې، د ځمکې غصب مخنیوی کمیسیون د مشرانو له خوا دغه راز د ځمکي غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمان او د اسلامي امارت د کابینې پرېکړې په پار هم ټولو مشرانو ته مالومات وړاندې کړل او له دوی څخه وغوښتل، چې د امارتي ځمکې د غصب څخه دې لاس واخلي او غصب شوي ځمکې دې بېرته امارت را وګرځوې او د امارت د قانون او اصولو پر اساس دې ځمکې په اجاره ونیسي.
باید وویل شي، چې کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS