د ارزګان دهراود ولسوالی کې تاریخ تېر او بې کیفیته درمل راټول شول
د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په دهراود ولسوالی کې یوشمېر کرنیز تاریخ تېر درمل راټول کړي دي.
دا تاریخ تېر درمل د ارزګان ولایت د هراود ولسوالی د کرنیزدرمل پلورنځیو څخه راټول شوي دي.
د چارواکو په خبره د تاریخ تېر او بې کیفیته درملو د راټولو لړۍ ددې ولایت نورو ولسوالیو ته هم غڅېږي.
