لوګر کې دځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د مرکز اړوند ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Mon, Jan 02 2023 2:01 PM
لوګر کې دځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د مرکز اړوند ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه

۱۲ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت دځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند خلیل آباد، باري او بیدک دښتو څخه لیدنه وکړه.
د چارواکو په خبره د خلیل آباد دښتې اړوند ( ۱،۴۷،۱۶، او ۴۱) قطعات چې ټولیز مساحت یې ۷۴۸۱ جریبه ځمکه کېږي او ذکر شوي قطعات ځیني اشخاص د ظاهر شاه په نوم بولي چې اسناد به یې وڅېړل شي.
د باری دښتی اړوند ۱۲ نمبر قطعه چی ۱۹۴۷.۴۷ جریبه خاصه دولتي ځمکه ده او د هیچا تر دعوا لاندې نده تثبیت شوه، همدارنګه په دغه دښته کی ۳۴ قطعه چې ټولیز مساحت یې ۴۰۸۰.۴۷ جریبو ته رسېږي په کدستر کې امارتي سروی شوې، یوشمېر کسان پرې ادعا لري، چې ډېر ژر به یې اسناد وڅېړل شي.
د بیدک دښتی ۱۰۵ کدستري قطعه چې ۳۲۰۰ جریبه ده د داود خان په وخت کې دولتي سروي او ثبت شوې ده خو د ځینو اشخاصو تر ادعا لاندې ده.
د لوګر دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې تر ادعا لاندې قطعاتو اسناد او قبالې به ټاکل شوي پلاوی راټول او له څېړنې وروسته به یې ټاکل شوی کمیسون ته د پاتې اجراتو په پار وسپاري
باید وویل شي، چې د لوګر ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS