د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې چارواکو د پکتیا د کرنې له رییس سره وکتل

mail-admin
Mon, Jan 02 2023 9:58 AM
د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې چارواکو د پکتیا د کرنې له رییس سره وکتل

۱۲ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې  چارواکو د پکتیا دکرنې رییس الحاج مولوي عبدالرؤف سعيد سره د‌ همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د يادې کميټې چارواکو هر يو شفیق الله منګل، ذبیح الله تنویر،کلیم الله احمدزي، د پکتیا د کرنیزو چارو آمرعبدالله حلیم زي، د مالدارۍ آمر نورالله، د طبیعي سرچینو آمر زاهب الله ارسلا او د يادې ادارې عمومي مديرانو ګډون کړي ؤ.
په ناسته کې د يادې کميټې له لورې د ترسره شويو پروژو په اړه راپور شريک او د ۲۰۲۳ کال لپاره په پکتيا ولايت کې د ترسره کېدوونکو فعالیتونو د ډل بندۍ په اړه د ګډونوالو له لورې نظرونه شريک شول.
د پکتیا دکرنې رییس مولو عبدالرؤف سعید د يادې کميټې له چارو څخه د خوښي ترڅنګ له دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د موثر تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه، له دوی یې وغوښتل چې خپلې پروژې د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي.
د يادولو وړ ده چې يادې کميټې په پکتيا ولايت کې لسګونه زره کورنيو ته اصلاح شوي غنم او کيمياوي سرې، حيواني خوراکه او د چرګانو فارمونه ويشلي او پاتې نورې چارې يې دوام لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS