لویدیځ زون کې دکرنې وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د وړتیا لوړولو په پار روزنیز ورکشاپ پیل شو

mail-admin
Sun, Jan 01 2023 11:44 AM
لویدیځ زون کې دکرنې وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د وړتیا لوړولو په پار روزنیز ورکشاپ پیل شو

۱۱ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هېواد د لويدیځ زون د کرنې وزارت اړوند د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د وړتیا لوړو په پار د تصفیې، استملاک، کدسټر او قبالو په برخه کې د هرات دکرنې ریاست په تالار کې روزنیز ورکشاپ پیل شوی دی.
د استملاک او بيا مېشتېدنې لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د ښوونکو او نويو ګمارل شوي کارکوونکو حضور څخه مننه وکړه او ویې ویل: «دغه ورکشاپ به د هغو کارکوونکو لپاره چې په دې وروستیو کې په دې څانګو کې ګمارل شوي ارزښتناک ګام وي نوموړي همدا راز له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې له دغه ورکشاپ څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.»
ورپسې د قبالو د اجراء ثبت او صادرولو رییس مولوي حمیم صادقي کارکونکو ته په ورسپارل شویو چارو کې په روڼتیا، اخلاص او صداقت او له مراجعینو سره د ښه چلند په اړه سپارښتنه وکړه او ویې ویل چې اوسني دندې یو امانت دی چې له پخوا نه موږ ته پاتي دی او دغه امانت باید چه په اخلاص او سمه توګه راتلونکي نسلونو ته انتقال کړو.
دغه ورکشاپ چې د هېواد لویدیځ زون کې په لاره اچول شوى دی، څلور ورځې به دوام وکړي، چې د استملاکي پروژو د انسجام رییس شاه جهان جلات، د مالکیت د حقونو د تثبیت او تصفيې آمر عبدالرب صمدي او د کدستر آمر احمد فواد ميران نوي ګمارل شوي کارمندانو ته د ښوونکو په توګه د تصفیې، استملاک، کدستر او قبالو په اړه مفصل ډول معلومات وړاندې کړي.
په دې پروګرام کې د استملاک او او بیا میشتیدنې لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د سروي کدستر رییس مولوي سید عبدالواحد هارون، او د قبالو د اجرا او ثبت رئیس مولوي حمیم صادقي هم ګډون درلود.
ياد ورکشاپ د نويو ګمارل شويو کارکوونکو د علمي ظرفيتونو د لوړولو لپاره د استملاک، تصفیې، کدستر او قبالو په برخه کې د چارو د تنظيم او همدارنګه د عامه ګټو د پوهاوی او د پروژو د ښه تطبيق لپاره په لاره اچول شوى دى.

برگزاری برنامه آموزشی برای کارمندان جدید التقرر وزارت زراعت در زون غرب 
ورکشاپ آموزشی برای کارمندان جدید التقرر بخش تصفیه، استملاک، کدستر و قباله وزارت زراعت  در تالار ریاست زراعت ولایت هرات برگزار شد.
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد با ابراز امتنان از حضور استادان و کارمندان جدید التقرر گفت" این ورکشاپ برای کارمندان که جدیدأ دراین بخش‌ها تقرر حاصل نموده اند یک گام ارزنده در پیش برد کار شان خواهند بود همچنان از اشتراک کننده‌گان برنامه آموزشی خواست تا از این ورکشاپ استفاده بهتر نمایند.
مولوی حمیم صادقی رئیس اجراء ثبت و صدور قباله در مورد در نظر گیری شفافیت، اخلاص و ایمان‌داری در امورات محوله کاری و همچنان برخورد و اخلاق خوب با مراجعین به کارمندان جدید التقرر توصیه نموده گفت وظایف محوله امانت است که از گذشته ها به ما باقی مانده و باید این امانت را به طوری خالصانه و درست آن به نسل های بعدی انتقال دهیم".
این ورکشاپ که در زون غرب کشو  برگزار گردیده برای مدت چهار روز ادامه خواهد داشت که شاه جهان جلات رئیس انسجام امور پروژه های استملاکی، عبدالرب صمدی آمر تصفیه و تثبیت حق مالکیت  و احمد فواد میران آمر کدستر به صفت مدرس، به کارمندان جدید التقرر در مورد تصفیه، استملاک، کدستر و قباله معلومات مفصل را ارائه خواهند نمود. 
در این پروگرام مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد، مولوی سید عبدالواحد هارون رئیس سروی کدستر  و مولوی حمیم صادقی رئیس اجراء و ثبت قباله نیز اشتراک نموده بودند.
ورکشاپ متذکره، به منظور آگاهی دهی اصول کاری برای  کارکنان جدیدالتقرر، تنظیم و مدیریت امور تصفیه، استملاک، کدستر و قباله و همچنان زمینه سازی برای تطبیق بهتر پروژه های عام المنفعه  راه اندازی گردیده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS