د ننګرهار کانال هډې فارم کې د مالټې ۱۰۰ جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
Sat, Dec 31 2022 12:17 PM
د ننګرهار کانال هډې فارم کې د مالټې ۱۰۰ جریبه بڼونه جوړېږي

۱۰ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند د هډې فارم د پنځم بلاک په سل جریبه ځمکه کې د مالټې ۱۰۰ جریبه بڼونه جوړېږي.
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وویل: «د هډې فارم پنځم بلاک په ۱۰۰جریبه سیمه کې، چې کلونه کلونه شاړې پاتې وې، اوس پرې د یوې خصوصي شرکت له خوا د مالټې بڼونه جوړېږي.»
د یادو چارواکو په خبره په دې سل جریبه ځمکه کې اته زره د (۷۰۰۷ نوعه) مالټې ونې کرل کېږي، چې ټولیز لګښت به یې نږدې نهه میلیونه افغانیو ته ورسېږي، چې روسربه په سلګونو هېوادوالو ته دکار زمینه برابره شي.
باید وویل شي، چې د مالټو دغو بڼونو ته د اوبه خور د څاڅکو سیستم هم برابرېږي.
تر دې وړاندې هم د کانال ریاست په سیمه کې د مالټوبڼونو د جوړولو چارې پیل شوي دي، چې ورسره به د کانال ریاست په سلګونه جریبه ځمکه کې به د مالټې بڼونه جوړ شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS