د بغلان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی کمېسیون مشر او غړو د یاد ولایت له امنیې قومندان سره وکتل

mail-admin
Wed, Dec 28 2022 11:47 AM
د بغلان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی کمېسیون مشر او غړو د یاد ولایت له امنیې قومندان سره وکتل

۷ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د بغلان ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې رییس قاري محراب الدین بلال او غړو یې د یاد ولایت له امنیې قومندان الحاج جان محمد حمزه سره وکتل.
په دې کتنه کې د کمېټې غړو د خپلو فعالیتونو په هکله امنیه قومندان ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې سلګونه جریبه ځمکه مو له غاصبینو بېرته راګرځولي دي او د زرګونه جریبه نورو ځمکو د غصب مخه مو نیولي ده او دا لړۍ ادامه لري.
همدارنګه د کمیټې غړو د نظامي ځواکونو د اړتیاوو په وخت کې د ښاغلي حمزه صاحب د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بغلان امنیه قومندان الحاج جان محمد حمزه د یاد ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې رییس او غړوته ډاډ ورکړ، چې د دوی اړتیاوو ته به په پوره ډول رسېدنه کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS