دکرنې او مالدارۍ مرستیال دکرنې پراختیا صندوق له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Wed, Dec 28 2022 11:34 AM
دکرنې او مالدارۍ مرستیال دکرنې پراختیا صندوق له چارواکو سره وکتل

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، دکرنې د پراختیا صندوق «ADF» له چارواکو سره په کتنه کې د دوی د پلان او برنامو په هکله خبرې وکړې.
مولوی صدراعظم عثماني په دې کتنه کې وویل: «د پورو ورکړې اساس باید سود اخیستنه نه وي، که سود رامنځته شي، اسلامي معیار یې له منځه ځي.»
هغه د یاد صندوق چارواکو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو ټول پورونه د اسلامي معیارونو پر اساس جوړ کړي او بزګرانو ته د سود اخیستنې راکړې ورکړې څخه مخنیوی وکړي.
د کرنې د پراختیا صندوق یا (Agriculture Development Fund) ADF د یوغیر بانکي بنسټ په صفت په ۱۳۸۹ کې د امریکا متحده ایالاتو مرستو او ونډه والو(د وړو پورونو لومړنۍ بانک، اکسس افغانستان، فینګا افغانستان او د طرح نو شرکت) په همکارۍ جوړه شوې ده.
ددې صندوق موخه دکرنې وزارت تر رهبرۍ لاندې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې وړو او لویو پورون ته د فعالو شرکتونو او بزګرانو لاس رسی دی.
دکرنې د پراختیا صندوق په بېلابېلو برخو له ډلې، کرنیزې سوداګرۍ، دکرنې او مالدارۍ ټولنې او کوپراټیفونه، مالي منځګړنې، د مالدارۍ، کب روزنې او چرګانو پالنې فارمونو، د وچې او تازه مېوو پروسس کوونکو او صادرونکو، د اوړو د تولید فابریکې، د کرنیزو تجهیزاتو د تولیداتو فابریکې، د کیمیاوي سرو مغازې او واردکوونکي او دکرنې په برخه کې د متشبثینو لپاره د پور ورکونې په برخه کې کار کوي.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان صندوق انکشاف زراعت ADF
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با مسوولان صندوق انکشاف زراعت ADF  دیدار کرده در مورد پلان و برنامه‌های شان بحث گفتگو نموده است.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار گفت:«اساس قرضه‌دهی سود جویی نباشد، در صورتی که سود در میان گذاشته شد معیار اسلامی آن از بین می‌رود.»
وی به مسوولان آن دستور داده تا قرضه‌دهی را به اساس معیارهای اسلامی بسازند و از داد ستد سودجویی به‌دهاقین جلوگیری نمایند.
 (Agriculture Development Fund) ADF صندوق انکشاف زراعت به عنوان یک نهاد غیربانکی در سال 1389با هزینه صد میلیون دالر از کمک‌های ایالات متحده امریکا با شرکای (اولین بانک قرضه‌های کوچک، اکسس افغانستان، فینکا افغانستان و شرکت طرح نو) تاسیش شد.
هدف از این صندوق دسترسی دهقانان و شرکت‌های فعال در عرصه‌ زراعت و مالداری به قرضه‌های بزرگ و کوچک، تحت رهبری وزارت زراعت می‌باشد.
صندوق انکشاف زراعت قرضه‌های در عرصه‌های مختلف از جمله تجارت‌های زراعتی، کوپراتیف‌ها و انجمن‌های زراعتی و مالداری، میانجی‌های مالی، فارم‌های مالداری، ماهی‌پروری، مرغداری، پروسس‌کنندگان و صادرکنندگان میوه‌ تازه و خشک، فابریکه‌های تولید آرد، شرکت‌های تولیدی تجهیزات زراعتی، مغازه‌ها و واردکنندگان کود کیمیایی و سایر متشبثان عرصه زراعت ارایه قرضه‌دهی می‌نمود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS