د ننګرهار مهمندرې کې د اوبولګولو د کانال او سربند د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Sat, Dec 24 2022 9:56 AM
د ننګرهار مهمندرې کې د اوبولګولو د کانال او سربند د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۸ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «روډ.آف پېس»  مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو متلونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي لګښت د مهمندرې ولسوالی اړوند د غزګي کنډو کانال او سربند  د بیاروغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو، د مهمندرې ولسوالی چارواکو او قومي مشرانو ګډون درلود.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وویل، چې یاد کانال او سربند د «روډ.آف پېس»  مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو متلونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي لګښت د بشپړ کړی دی.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکو زیاته کړه، چې ددې پروژې په ترڅ کې ۱۸۳ مټره کانال په اساسي ډول پوخ او روغول شوی دی او ترڅنګ یې۱۵  متره په اوږدوالی یو سربند  هم  په اساسي ډول رغول شوی دی او ترڅنګ یې د کانال په مسیر کې ۱۵ دروازې جوړې شوي دي او۷۵۰کسانو ته دکار زمینه برابره او ۶۰۰ جریبه ځمکه ترې خړوبېږي.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکو  په یاده غونډه کې په قومي مشرانو غږ وکړه چې د پروژو په تطبیق کې باید د همکارو موسساتو سره پوره همکاري وکړي، هغه همداراز قومي مشرانو ته سپارښتنې وکړي، چې د ځنګلونو پوره ساتنه وکړي او هیچاته اجازه ورنکړي چې ځنګلونه قطع کړي
دوی  همداراز ولس ته ډاډ ورکړ او زیاته یي کړه، چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي تر څو د همکارو موسساتو پر مټ بزګرانو او مالدارانو سره ښې مرستې ترسره کړي، او ولسوالیو کې د بشري مرستو ترڅنګ پرمختیايي پروژي هم پلی کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS