په لغمان کې دامارتي ځمکودغصب دمخنیوي او غصب شویوځمکو دتثبیت او تشخیص تخنیکي پلاوی لسمه غونډه

mail-admin
Mon, Dec 19 2022 3:21 PM
په لغمان کې دامارتي ځمکودغصب دمخنیوي او غصب شویوځمکو دتثبیت او تشخیص تخنیکي پلاوی لسمه غونډه

۲۸  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
لغمان کې دامارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شویو ځمکو دتثبیت او تشخیص تخنیکي پلاوی خپله لسمه غونډه د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن په مشرۍ دده په کاري دفترکې تر سره کړه.
په دې غونډه کې یاد تخنیکي پلاوی د R2 ښارگوټي د ( ۴۸ .۳۷۰)  جریبه غصب شوې ځمکې او دقرغیو ولسوالۍ اړوند دکاکڅ دسیمي د(۱۲۰) جریبه کرنیزې غصب شوې ځمکې له غاصبینو سره دموضوع دلاښه څیړنې په پار وکتل او له دوي څخه یې دغصب دعلت او دځمکې دقانوني اسنادو د لرلو پوښتنه وکړه او په دې هکله یې ددوي نظرونه او معلومات واخیستل چې په پایله کې دواړو غصب شويو ځمکو غاصبینو سره کوم قانوني اسناد په لاس کې شتون نه لره چې د تخنیکي هیئت رئیس ښاغلي محسن له لوري دR2 ښارګوټي غاصبینو ته چاچې هلته داستوګنې کورونه جوړکړي دي وویل چې ستونزې اوغوښتنې مو په دې برخه کې  واوریدلې چې دا به دغصب دمخنیوي او استرداد عالي کمیسیون له مشرانو سره شریک کوو او دهغوي پریکړې ته انتظار وباسئ. چې دبحث اوتصمیم نیونې څخه وروسته یاد تخنیکي هیئت علینګار ولسوالۍ ته سفر وکړه چې ددې سفر په ترڅ کې یې لمړی دبدیع الاباد او چنچار پول سیمو کې بررسي وکړه چې دیادو ساحو په دوه برخوکې خلکو په امارتي ډاگونو کې نوي کارونه کول چې دتخنیکي هیئت له لوري د دوي کار بند او له غصب څخه یې مخنیوی وشو،چې بیا تخنیکي هیئت دعلینګار ولسوالۍ اړوند ابي ناؤ سیمې ته لاړ چې څه موده وړاندې د ابي ناؤ سیمې کوچیانو او کچور سیمې د دواړو قومونو ترمنځ په امارتي ډاګ باندې لانجه راغلې وه او دابي ناؤ سیمې کوچیانو له لوري دکچور په ولسونو دټوپک ډزې شوې وې چې دکچور سیمې درې تنه په ډزو زخمیان شوي هم وو دتخنیکي هیئت رئیس مولوي محمدولي محسن د دې موضوع د څیړنې په موخه دواړه قومونه را وغوښتل او له دوي څخه یې په بیلابیل ډول د دې ځمکې دکره اسنادو د لرلو او د دې جنجال داصلي علت پوښتنه وکړه چې دابي ناؤ سیمې کوچیانو ادعا کوله چې دا زمونږه مالچر دې او دکچور سیمې خلکو ویلې چې زمونږ کرنیزه ځمکه ده چې دتخنیکي هیئت دڅیړنې څخه وروسته دا ثابته شوه چې دا امارتي ځمکه ده دواړه خواوي له کار کولو څخه منع او په نتیجه کې تقریباً(۵۰۰) جریبه امارتي ځمکه له غصب څخه یې مخنیوی وشوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS