د آمو سیند د تخریباتو د مخنیوی کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Dec 19 2022 10:46 AM
جلسه کمیته تخنیکی جلوگیری از تخریبات دریای آمو دایر شد

۲۸  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د یوشمېر نورو ادارو د چارواکو په شتون کې د آموسیند غاړي د تخریباتو د مخنیوي کمېټې غونډه دائره شوه.
دا غونډه دکرنې او مالدارۍ مرستیال او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کفیل مولوی صدر اعظم په سرپرستۍ دائره شوې وه، چې په کې د سرحداتو، اقوام او قبایلو وزارت مرستیال مولوی عبدلرحمن حقاني، د کانونو او پټرولیو وزارت د پالیسۍ مرستیال مولوی ضیاءالرحمن، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مولوی مجیب الرحمان عمري، ضدحوادث وزارت مالي او اداري ریاست عمومي رئیس مولوي عبدالراحمن د احصایې او معلوماتو ادارې رییسانو او د کرنې وزارت د اوبولګولو د برخې چارواکو او رییسانو حضور درلود.
په دې غونډه کې د آمو سیند غاړو پر تحکیماتو او د سیندغاړي د کرنیزو ځمکو د تخریب مخنیوي په هلکه خبرې وشوې. دغه راز ددې موضوع د ارزونې په پار یوه تخنیکي ټیم و ټاکل شو ترڅو د موضوع اړوند معلومات راټول کړي او په راتلونکي غونډه کې توحید او پر عملي کار یي تصمیم ونیول شي.
دا غونډه د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د پرېکړې پر اساس ټاکل شوې ده، ترڅو دا موضوع په جدي توګه بررسي شي او د آمو سیند غاړي د ځمکو د تخریباتو مخه ونیول شي.
باید وویل شي، چې هرکال د تخار، بلخ، کندز، جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې د آموسیند پر غاړه زرګونه جریبه ځمکې د سیند د میلان له وجې تخریبېږي.

جلسه کمیته تخنیکی جلوگیری از تخریبات دریای آمو دایر شد
جلسه کمیته تخنیکی جلوگیری از تخریبات اطراف دریای آمو در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با اشتراک مسوولان چندین اداره دایر شد.
این جلسه به سرپرستی مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری و کفیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری دایر شد و در آن مولوی عبدالرحمان حقانی معین وزارت سرحدات اقوام و قبایل، مولوی ضیاءالرحمان معین پالیسی وزارت معادن و پطرولیم،  مولوی مجیب الرحمان عمر معین وزارت انرژی و آب، روسائی از اداره احصایه و معلومات،  مولوی عبد الرحمن رییس عمومی مالی و اداری وزارت مبارزه با حوادث، انجینران و روساء و مسوولان بخش آبیاری وزارت زراعت حضور داشتند.
در این جلسه روی تحکیمات اطراف دریای آمو و جلوگیری از تخریب زمین‌های زراعتی اطراف آن بحث صورت گرفت. همچنان کمیته تخنیکی برای بررسی این موضوع تعین گردید تا پیرامون موضوع معلومات جمع‌آوری نموده و در جلسه بعدی توحید گردد و روی کار عملی آن تصمیم گرفته شود.
این کمیته بر اساس تصمیم شورای وزیران امارت اسلامی تعین گردیده تا این موضوع بصورت جدی بررسی گردد و از تخریبات زمین‌های اطراف دریای آمو جلوگیری شود.
قابل ذکر است سالانه به هزاران جریب زمین زراعتی در اطراف دریای آمو در ولایت‌های تخار، بلخ، کندز، جوزجان و فاریاب در نتیجه میلان دریا تخریب می‌گردد

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS