د کوکنارو غوره بدیل؛ زابل کې د انجې شرکت پرانیستل شو
۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱ه.ش
۲۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه.ق
د زابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د کوکنارو او نورو نیشه یې توکو د کرکیلي مناسب بدیل او د بزګرانو او کرودنګرو د عوایدو زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي، چې په ترڅ کې ددې ولایت مرکزکلات ښار کې د انجې (هنګ) بوټي د نیالګیو او تخمونو د تولید او ترویج شرکت یې فعال کړی د ی.
د زابل دکرنې رییس مولوی عطاءالله راشد وویل:«غوره مو وبلله چې زابلي کروندګر له خپلو ځمکو ښه عایدات ترلاسه کړي ځکه نو مو د انجې، بوټي د نیالګیو او تخمونو د شرکت څانګه کلات ښار کې فعال کړه.»
د ښاغلي راشد په خبره هنجه یو قمیتي بوټی او کروندګر به له ښه عایداتو څخه برخمن شي، د ده په وینا د اوس مهال لپاره، په ازمایښتي ډول سره دوی د کرنې ریاست په بڼ کې د انجې څو پټي وکري، چې نتیجه يې مالومه شي.
په همدې حال کې په کلات ښار کې د انجې شرکت یوتن مسوول وویل؛ دوه میاشتې کېږي، چې دوی خپل فعالت د افغانستان په سوېل کې هم پیل کړی، چې د نورو ولایتونو په ګډون يې زابل هم تر خپل پوښښ لاندې راوستی دی.
ده وویل: «د زابل اوبه او هوا د انجې کرلو ته خورا مساعده ده، ډیرې اوبه نه غواړي او یو بزګر له یوه جریب ځمکې څخه کولای شي، چې تر ۲۰ لکه افغانیو عاید په لاس راوړي.»
د شرکت د چارواکو په خبره هغه کروندګر چې غواړي د انجې کرکېله وکړي یاد شرکت دوی ته هرډول اسانتیاوې برابروي، دوی زیاته کړه، چې د اوس لپاره دوی د انجې د یوه کیلو تخم بیه ۱۵ زره افغانۍ اېښی او همدارنګه د یوه نیالګي قمیت یې ۱۵ افغانۍ دی.
په ورته وخت کې یو شمېر کروندګرو د دې بوټي په راوړلو خوښي څرګنده کړه او د زابل ولایت د کرنې ریاست څخه يې مننه وکړه. دوی وویل، انجه د مخدره توکو د کرکیلې یوازنۍ بدیل کېدلای شي.
