د ننګرهار دکرنې ریاست: لسګونه جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوي دي

mail-admin
Sat, Dec 17 2022 11:15 AM
د ننګرهار دکرنې ریاست: لسګونه جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوي دي

۲۶  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دوی موندنې ښيي، چې ددې ولایت په کچه ۴۸۵ زره جریبه دولتي ځمکې غصب شوي دي، چې له دې ډلې په دې وروستیو کې اسلامي امارت لسکونه جریبه ځمکه له غاصیبونو څخه بېرته راګرځولي .
داخبره د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او پدې ولایت کې د دولتي غصب شویو ځمکو د خلاصون د تخنیکي ټیم مشر مولوي عبدالستار محمد د یاد ټیم په نوبتې غونډه کې وکړې نوموړی وویل: «د هېواد په کچه د امیر المومنین حفظ الله په لارښوونه د هېواد په مرکز کې یو با صلاحیت کمیسیون جوړ شوی، چې په ولایاتو کې هم د دولتي غصب شوو ځمکو د خلاصون په موخه تخنیکي ټیمونه جوړې شوي، چې په ننګرهارولایت کې هم د یولسو ادارو څخه تخنیکي ټیم چې په کې کرنه او مالدارۍ ریاست، عدلیه، څارنوالي، امنیې قومندانۍ، حج او اوقاف، ښاروالۍ، ښارجوړونۍ، کاراو ټولنیزو چارو ریاست، قضاء امارت او کادستر ادارو استازي غړیتوب لري.»
نوموړی وویل په ننګرهار ولایت کې یاد تخنیکي ټیم د لاسته راوړنو  او معلوماتو پر بنیاد د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې ۴۸۵ زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوي چې د بېرته ګرځولو لپاره يې موږ جدي هلې ځلې پیل کړي، چې له نېکه مرغه تردې دمه موږ په لسګونه جریبه غصب شوي ځمکي د غاصیبونو له منګولو خلاصې کړي او ټولو امارتي ادارو ته مو لارښوونه کړئ، ترڅو هیچاته پرته له اسنادو دولتي ځمکو کې د ودانیو د جوړولو او په یو نوم او بل نوم په یادو ځمکو کې د کار کولو اجازه ورنکړي . 
د ننګرهار دکرنې رییس دا هم وویل، چې د اسلام مبارک دین د ارشاداتو له نظره په غصب شوو ځمکو کې که څوک جومات هم جوړکړي په هغه کې لمونځ نه کېږي او هر هغه څوک چې ځمکه غصب کړي د ځمکې اوه طبقې به د قیامت په ورځ د هغه په غاړه کې  پروت وي.
په پروګرام کې د یاد تخیکي ټیم غړو د خپلو کړنو او اجرااتو راپور هم د غونډې برخوالو ته وړاندې کړل، چې د راپور د اوریدو وروسته د یاد تخیکي ټیم مشر له لوري هر یو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS