دکرنې وزارت د بودیجې طرحې د ترتیب غونډه دائره شوه

user-admin
Wed, Dec 14 2022 6:58 PM
دکرنې وزارت د بودیجې طرحې د ترتیب غونډه دائره شوه


۲۳  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان په مشرۍ او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي رییسانو په شتون کې دکرنې وزارت د ۱۴۰۲ ام مالي کال د بودیجې طرحې دترتیب د نظر غوښتنې په پار غونډه دآئره شوه.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان د کوکنارو دکرکیلي د بدیل د ترویج په پار پر تخصصي بودیجې د ټینګار ترڅنګ وویل:«ددې لپاره چې د امیرالمؤمنین حفظ الله له خوا د کوکنارو کرکیله بنده شوی دی، د کوکنارو د بیدل کښت (پنبه، زعفران او انجه (هنګ)» دکرکیلې په پار باید بودیجه په پام کې ونیول شي، ترڅو هغو خلکو او بزګرانو لپاره چې د کوکنارو او چرسو کرکیله کوي کار پیدا او بدیل یې وټاکل شي.»
د ۱۴۰۲ ام مالي کال لپاره د کرنې وزارت وړاندیز شوی عادي بودیجه کې د کارکوونکو معاشونه،  داخلي سفریې، قرطاسیه، د وسایطو ترمیمول، د ودانیو بیارغول، د برېښنا لګښت، انټرنټي چوپړتیاوې، د سون توکو او ترڅنګ یې د کرنیزو توکو او سامانو پېرل، د پاکارۍ چوپړتیاوې، پستې او مخابراتي لګښتونه او له معاش پرته خواړه په کې شامل دي.
دغه راز راتلونکي کال لپاره پراختیایي بودیجه هم وړاندیز شوی دی، چې د پروژو او دکرنې او مالدارۍ د ملي پراختیا یي برنامو لکه د حیواني روغتیا، د څېړنیزو فارمونو د پراختیا، بیارغونې او مراقبت، د ترویجي او تولیدي فارمونو احیا، د نباتي ناروغیو او افتونو سره مبارزه، د پنبې او زعفرانو دکرکیلي پراختیا، د بذري اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو چمتو کول او وېشل، د کورنیو بڼګیو جوړول، د غنمو د اسټراټژیکو زېرمو جوړول او بیارغول، کرنیزو محصولاتو ته بازارموندنه، د طبیعي سرچینو په ځانګړې توګه طبي بوټو تنظیم او په مرکز او لایتونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د سیسټمونو پیاوړتیا په کې شامل دي د اړوندو ادارو او ریاستونو له خوا وړاندیزشوي دي.

جلسه ترتیب طرح بودیجه وزارت زراعت برگزار شد
24  قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
جلسه نظر خواهی غرص ترتیب طرح بودیجه سال 1402 وزارت زراعت به رهبری مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با اشتراک رییسان مرکزی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید.
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی در این جلسه تاکید بر تخصیص بودیجه برای تروزیج بدیل های کشت کوکنار کرده گفت:« از این‌که کشت کوکنار از طرف امیرالمومنین منع شده است بودیجه برای کشت بدیل کوکنار (پخته، زعفران و هنگ) در نظر گرفته شود تا برای مردم و دهاقین که کوکنار و چرس کشت می‌کردند کار پیدا شود و بدیل آن انتخاب گردد.»
بودیجه عادی پیشنهادی وزارت زراعت برای سال 1402 شامل معاشات کارمندان، روغنیات، سفریه داخلی، قرطاسیه، ترمیمات وسایط، ترمیمات ساختمان‌ها، صرفیه برق، خدمات انترنتی، خریداری محروقات، سامان و لوازم زراعتی، خدمات صفایی، مخارج پستی، مخابرات و غذا بدون معاش می‌باشد.
در همین حال برای سال آینده بودیجه انکشافی پیشنهاد شده برای پروژه‌های و کارهای چون برنامه ملی انکشاف مالداری و صحت حیوانی، احیای توسعه و مراقبت فارم‌های تحقیقاتی، ترویجی و تولیدی، مبارزه علیه آفات و امراض نباتی، توسعه کشت پخته و زعفران، تهیه و توزیع تخم بذری و کود کیمیاوی، احداث باغچه‌های خانگی، احیای و اعمار ذخایر استراتیژیک گندم، بازاریابی محصولات زراعتی، تنظیم منابع طبیعی به‌ویژه نباتات طبی و تقویه سیستم‌های تکنالوژی معلوماتی در سطح مرکز و ولایات می‌باشد که از سوی ریاست‌ها و اداره‌های مربوطه پیشنهاد گردیده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS