د پکتیا دکرنې رییس او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ

user-admin
Wed, Dec 14 2022 6:26 PM
د پکتیا دکرنې رییس او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ


۲۳  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د پکتیا دکرنې رییس او نورو چارواکو سره د کتنې په ترڅ کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو.
په دې غونډه کې،  د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي عبدالروف سعيد، د طبیعي سرچینو آمر زاهب الله ارسلا، د FAO (GEF) پروژې د نظارت غړی ډاکټر ګلبدین ګلاب، په پکتیا کې د ځمکې او ځنګلو تلپاتې مدیریت پروژې مسئول محمد ابراهیم قادري، د سیدکرم او احمدآبا د ترویج مدیرانو او د طبیعي سرچینو کارمندانو  ګډون کړی و.
په ياده ناسته کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز د FAO مؤسسې مسؤلینو له ښاغلی سعید سره د خپلې پروژې د ترسره شویو کړنو او راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل.
د پکتیا د کرنې رییس مولوي سعيد په خپلو خبرو کې د يادې مؤسسې له کړنو څخه مننه وکړه او له مسولينو سره د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د يادې مؤسسې له مسئولينو وغوښتل چې یاده پروژه په نورو ولسوالیو کی هم وغځوی او خپلې چارې د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي.
 نوموړي همداراز وويل چې د يادو پروژو په پلي کيدو سره به ډېر ځنګل میشتو کورنیو ته سهولتونه هم رامنځته کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS