لوګر ته دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو او مالي او اداري مرستیالانو سفر

mail-admin
Tue, Dec 13 2022 2:22 PM
لوګر ته دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو او مالي او اداري مرستیالانو سفر

۲۲  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان او مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي دکرنې وزارت د یوشمېر رییسانو په ملتیا لوګر ولایت ته سفر وکړ.
ددې سفر موخه په دې ولایت کې د نویو پروژو افتتاح او ګټې اخیستنې ته د بشپړ شویو پروژو سپارل دي.
ددې سفر په ترڅ کې لومړی، د «کرنیزو محصولاتو بازارموندنې» پروګرام (AMP) له خوا د لوګر په محمدآغې ولسوالی کې په ۳۵ جریبه ځمکه کې د څاڅکي په سیسټم سمبال د جوړ شویو بڼونو ګټې اخیستنې ته وسپارل و.
په همدې حال کې د لوګر محمدآغې ولسوالی کې د سطحي اوبو مدیریت «د عامه ځنګلونو او بڼونو جوړولو» پروژه پرانیستل شوه او ترڅنګ یې د پیازو او کچالو لس زېرمتونونه چې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې جوړ شوي ول، او د لس ټنه پیازو او کچاولو د ساتنې وړتیا لري هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه راز ددې سفر په ترڅ کې یادو چارواکو دلوګر دکرنې ادارې له چارواکو سره په کتنه کې د دوی پر وړاندې ننګونې او شته ستونزې واورېدل او د راتلونکی کال لپاره د پلان او طرحې جوړونې او پراختیایې پروژو د پلي کولو او د پروژو د چټکتیا په پار خبرې وکړې.
لوګر یو حاصل خېز ولایت دی، چې د بڼوالۍ ترڅنګ په کې د پیاز، کچالو، رومي بانجان او توربانجانو کرکېله کېږي.

سفر معین آبیاری و منابع طبیعی و معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت لوگر
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی و مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت با شماری از رییسان و مسوولان وزارت زراعت به ولایت لوگر سفر نمودند.
این سفر به منظور افتتاح پروژه های جدید و بهره برداری پروژه‌های تکمیل شده انجام شده است 
در این سفر، در آغاز پروگرام «بازاریابی محصولات زراعتی  (AMP)» در ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر 35 جریب زمین را به سیستم آبیاری قطریه‌ای ساخته است را به بهره برداری سپرده اند.
در همین حال پروژه مدیریت آب‌های سطحی «ساخت جنگل و باغ عامه» در ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر افتتاح نموده و 10 ذخیره‌خانه کچالو و پیاز را که در ولسوالی‌های مختلف ولایت لوگرساخته شده که ظرفیت ذخیره ده تُن کچالو و پیاز را دارد به بهره برداری سپرده اند.
هم‌چنان با مسوولان ریاست زراعت دیدار کرده روی چالش ها و مشکلات موجود و پلان و برنامه‌های آن برای سال جدید طرح ریزی نموده اند تا روند و تطبیق برنامه‌های انکشافی را سرعت بخشند.
ولایت لوگر یک ولایت حاصل‌خیز است که  در کنار باغداری کشت پیاز، کچالو، بادنجان رومی و بادنجان سیاه  در آن مروج است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS