د ننګرهار کانال ریاست کې د خرماوو بڼونو حاصلات په زیاتېدو دي
              ۲۳  لېندۍ ۱۴۰۱ه.ش
۱۸ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار کانال سیمه کې د خرماوو ترویج په پار د خرماوو ۴۰ جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې تر درې کالو پرله پسې حاصل ورکونې وروسته یې حاصلات په زیاتېدو دي.
د کرنې وزارت د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وایي، چې د تېرکال په پارتله روان کال د خرماوو حاصلات درې چنده زیاست شوي دي هغه وویل: «د ننګرهار کانال د ځمکو په څه باندې ۴۰ جریبه کې د خرماوو بڼونه جوړ شوي دي، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته نږدې ۲۵ جیبه نور بڼونه هم جوړشول، چې شپږ ډوله خرما په کې شتون لري.»
ښاغلي کظیم ددې بڼ د پخوانیو چارواکو له نه پاملرنې سرټکوي او وايي: «پخوا د خرماوو بڼونو حاصلات ډېر کم و، ځکه پروخت ورته رسېدنه نه کېدل او درمل شېدنه او نور زیانونه چې شتون درلود ورته رسېدنه نه کېدل؛ د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته موږ د ځمکو په هکله معلومات راټول کړل، او هغه نېمګړتیاوې او نواقص چې شتون درلود هغه مو بشپړ او د اړتیا وړ موارد مو بشپړ کړ، چې په هماغه کال کې مو د بڼ عواید یو پر دوه شوه او سږکال مو الحمدالله عواید درې برابره شوې ده.»
په ورته وخت کې د ننګرهار دکانال رییس له مرستندویو بنسټونو غواړي، چې د هغو توکو او وسایلو په برخه کې، چې په افغانستان کې شتون نه لري له دوی سره مرستې او همکاۍ وکړي:«یو لړ اړتیاوې شتون لري، چې پوره کولو یې زموږ په توان کې نشته او په عربي هېوادونو کې ډېر شتون لري، ځکه عربي هېوادونو کې خرما ډېر کرل کېږي، چې دا توکي د خرماوو ونو درمل شېدنې او ګرده افشانۍ په پار دي، موږ یاد توکي په واک کې نه لرو، او غوښتنه مو کړی، چې که کوم بنسټ په یادو برخو کې له موږ سره همکارۍ وکړي، انشاالله دخرماوو بڼوالۍ ورسره پراختیا مومي.»
دغه راز د ننګرهار کانال د خرماو بڼ مسوول عبدالقیوم اطرافي وايي، چې خرما په ننګرهار کې ښې پایلې ورکوي هغه وویل: «خرما هغه نبات دی، چې په شګمنو ځمکو کې ښه وده کوي، او له خصوصي سکټور او بزګرانو غواړو چې پر خرما کار وکړي ځمکه ښې پایلې ورکوي او تر دې دمه له دې بڼ څخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته تکثیر شوي دي.»
د خرماوو دا بڼ په ۲۰۰۹ ام کال کې دمتحده عربي اماراتو هېواد له خوا په ۴۰ جریبه ځمکه کې رغول شوی دی، چې په کې د خرماوو دوه زره او ۷۰۰ونې اېښودل شوي دي او ۱۳ کاله ترې تېرېږي او څلور کاله کېږي، چې به حاصل راغلی دی.
سږکال د ننګرهار کانال د خرماوو بڼ څخه نږدې یومیلیون او ۶۰۰ زره افغانۍ عواید راټول شوی دي.
حاصلات باغهای خرما در کانال ننگرهار در حال افزایش است
۲۳ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
 مسوولان کانال ننگرهار میگویند که به منظور ترویج خرما در ساحه کانال ننگرهار ۴۰ جریب باغ خرما ساخته شده است که پس از حاصلدهی در سه سال پیاپی حاصلات آن در حال افزایش است.
 مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار وزارت زراعت از افزایش سه برابر حاصلات خرما در سال جاری نظر به سال قبل خبر داده و می گوید"در زمینهای کانال ننگرهار در حدود چهل جریب زمین باغ خرما ساخته شده بود که پس از حاکمیت امارت اسلامی در حدود ۲۵ جریب زمین دیگر نیز ساخته شد که شش نوع خرما در آن وجود دارد".
آقای کظیم از بی توجهی مسوولان قبلی این باغ سخن زده میگوید" در سابق حاصلات باغهای خرما بسیار کم بود چون به وقت به آن رسیده گی نمیشد و داوپاشی و ضروریاتی که بود انجام نمیشد پس از حاکمیت ا.ا.ا ما معلومات را در مورد زمینها جمع آوری کردیم و کمبوداتی و نواقصی که وجود داشت آن را پوره کردیم و مواد مورد نیاز آن را تکمیل کردیم که در همان سال عواید ما از باغ خرما یک بر دو شده بود و امسال نیز لله الحمد عواید ما یک بر سه شده است".
 در عین حال رییس کانال ننگرهار از نهاد های مدت رسان میخواهد که در بخش فراهم نمودن برخی از وسایلی که در افغانستان وجود ندارد با آنها کمک کنند" یک مقدار ضروریاتی وجود دارد که تکمیل آن در توان ما نیست و در کشورهای عربی زیاد وجود دارد چون که خرما بسیار در کشور های عربی کشت میشود و آن برای دواپاشی و گرده افشانی خرما است که ما در دست نداریم و درخواست کردهایم که اگر نهادی در بخش تامین مواد گرده افشانی با ما همکاری کنند انشا الله که باغداری خرما بیشتر وسعت می یابد".
عبد القیوم اطرافی مسوول باغ خرما کانال ننگرهار  از نتیجه خوب خرما در کانال ننگرهار یاد کرده میگوید" خرما نباتی است که در مناطق ریگزار خوب رشد میکند و از سکتور خصوصی و دهقانان میخواهیم که بالای خرما کار نمایند چون نتیجه بسیار خوب می دهد و تا حالا از این باغ نهالهای خرما به ولایتهای مختلف کشور تکثیر شده است".
 این باغ خرما در سال ۲۰۰۹ به حمایت کشور امارت متحده عربی  در ساحه چهل جریب زمین ساخت شده است که دو هزار ۷۰۰ درخت دارد و از ساخت آن ۱۳ سال میگذرد که مدت چهار سال میشود که از آن حاصل جمع آوری می شود.
امسال در حدود یک میلیون ۶۰۰ هزار افغانی از باغ خرمای کانال ننگرهار حاصل بدست آمده است.
