د ننګرهار بټي کوټ کې د اوبولګولو د کانال د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
Tue, Dec 13 2022 1:59 PM
د ننګرهار بټي کوټ کې د اوبولګولو د کانال د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۲  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (Islamic Relief) مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو متلونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي لګښت د بټي کوټ ولسوالی اړوند د دسي پای دامان د بیاروغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد، د بټي کوټ ولسوالی ولسوال قاری الله ګل شعیب او قومي مشرانو ګډون درلود.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې یاد کانال د (Islamic Relief) مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو متلونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي لګښت د بشپړ کړی دی.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې ددې پروژې په ترڅ کې ۹ کیلومټره کانالونه پاک کاري شوي او ترڅنګ یې۸۶۴ متره استنادي دېوال هم  په اساسي ډول رغول شوی دی او ترڅنګ یې د کانال په مسیر کې دوه دروازې او دوه پلچکونه جوړې شوي دي او۱۱۰۶کسانو ته دکار زمینه برابره او نهه زره جریبه ځمکه ترې خړوبېږي.
عبدالستار محمد په یاده غونډه کې په قومي مشرانو غږ وکړه چې د پروژو په تطبیق کې باید د همکارو موسساتو سره پوره همکاري وکړي، هغه همداراز قومي مشرانو ته سپارښتنې وکړي، چې د ځنګلونو پوره ساتنه وکړي او هیچاته اجازه ورنکړي چې ځنګلونه قطع کړي
د ننګرهار دکرنې رییس همداراز ولس ته ډاډ ورکړ او زیاته یي کړه، چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي تر څو د همکارو موسساتو پر مټ بزګرانو او مالدارانو سره ښې مرستې ترسره کړي، او ولسوالیو کې د بشري مرستو ترڅنګ پرمختیايي پروژي هم پلی کړي.
په همدې حال کې د بټي کوټ ولسوالی ولسوال قاری الله ګل شعیب او یو شمیر قومی مشرانو لخوا د کرنې ریاست د هڅو ستاینه وشوه، او د ننګرهار د کرنې اداری رییس مولوی عبدالستار محمد یي د عزاز پټګې په سرولو سره ونازوه، او ډاډ يي ورکړ چې د مرستندویه موسساتو سره به د پروژو په تطبیق کې پوره همکاري کوي

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS