لغمان کې د چرګانو پالنې فارمونو د ستونزو حل په پار ټولنه جوړه شوه
۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱ه.ش
۱۸ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د غوښینو چرګانو فارمونو د ستونزو هوارولو په پار د یادو فارمونو اړوندو چارواکو ترمنځ د ټولنې جوړولو په پار دلغمان دکرنې په ریاست کې غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوي محمدولي محسن وویل، چې د یادې اتحادې په جوړیدو سره به د فارمدارانو ستونزو ته پروخت رسیدګي کیږي او تولیدات به یې په راتلونکې کې په مارکیټ کې په ښه نرخ پلورل کیږي.
همداراز ښاغلي محسن فارمدارنو ته دچرګانو دناروغیو په درملنه او دېته ورته نورو ستونزو په حل کې دهراړخیزې همکاریو ډاډ ورکړه. په ورته مهال د یادې اتحادې د چارو دانسجام لپاره یوکس د رییس او یوکس دمرستیال او یو تن دمنشي په توګه وټاکل شول.
