د میدان وردګو ولایت نرخ کې یوشمېر مالدارانو سره د څارویو دخوراکي توکو مرستې وشوې
۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱ه.ش
۱۸ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (STARS)مؤسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نرخ ولسوالی له ۹۴۱ مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وکړه.
ددې مرستې په ترڅ کې هر مالدارته ۲۰۰ کیلو ګرامه د د څارویو خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې دمالدارۍ محصولاتو زیاتوالی او د بېوزله مالدارانو ملاتړدی.
