د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې ۴۰ کروندګر وروزل شول
۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱ه.ش
۱۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «NRC» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ګوشتې په ولسوالی کې ۴۰ کروندګر روزلي دي.
د چارواکو په خبره دغه کروندګر په کرونده کې د اوبو د تنظیم، د کرڅخه تر رفع حاصل پورې اګرانومیکي عملیو او د ناروغیو دمخنیوي په برخه کې روزل شوي دي.
ددې روزنې موخه په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د کچې لوړوالی او د کروندګرو وړتیاوې لوړول ښودل شوي دي.
