د ننګرهار کانال ریاست: د لوی نهر د تخریب شویو سیمو د بیارغونې چارې روانې دي

mail-admin
Sat, Dec 10 2022 11:22 AM
د ننګرهار کانال ریاست: د لوی نهر د تخریب شویو سیمو د بیارغونې چارې روانې دي

۱۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وايي، چې د ملګرو ملتونو پراختیا ادارې «UNDP» په مالي اود «Islamic Relief » مؤسسې په تخنیې همکارۍ د یاد رایست اړوند د لوی نهر د تخریب شویو سیمو د بیارغونې چارې ګړندۍ روانې دي.
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار والي مولوی ملا محمد نعیم اخند په پاملرنې او د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام ارحمن کظیم په هڅو د ننګرهار کانال د لوی نهر هغه سیمې چې د تېرو سېلابونو له وجې تخریب شوي دي، د محافظتي دېوال رغول او سنکارۍ چارې روانې دي.
په دې پروژو پنځه نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي او شاخوا شل ورځې وروسته به ګټې اخستنې ته وسپارل شي. 
د اسلامیک ریلیف موسیسې د ابادۍ پروګرام یو تن مسوول هجرت الله امیري په وینا د ذکر شویو سیمو د ترمیم او رغولو سره به سلګونه جریبه ځمکه خړوبه اوکورونه به د سېلابونو له ګواښه په امن شي.
د امیري په وینا ددی پروګرام له لارې شاوخوا۲۹۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS