کابل کې د «امام ابوحنیفه» په نړیوال نندارتون کې د مولوی صدر اعظم ګډون

mail-admin
Thu, Dec 08 2022 10:15 AM
کابل کې د «امام ابوحنیفه» په نړیوال نندارتون کې د مولوی صدر اعظم ګډون

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم په کابل کې د «امام ابوحنیفه» نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.
ښاغلی صدراعظم په دې نندارتون کې له ګډونوالو څخه د کرنیزو،مالدارۍ، بڼوالۍ او په ټوله کې د کورنیو تولیداتو د پلور په هکله د معلوماتو غوښتنه وکړه او غرفه لرونکي هم د نندارتون د ګټو او د خپلو محصولاتو د پلور په هکله خبرې وکړې.
د امام ابوحنیفه نندارتون د روان کال د لېندۍ میاشتې له ۱۰تر۱۷ مې نېټې د اوو ورځو لپاره د حضوري چمن په سیمه کې د افغانستان د نندارتونونو په ودانۍ کې په لاره اچول شوی دی، چې په کې بزګران، بڼوال، کسبه کاران او مالداران خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
دغه راز د ترکیې، ایران او پاکستان هېوادونو څخه هم سوداګر په کې ګډون کړی دی.
ددې نندارتون په ۶۰۰ غرفوکې کورني محصولات او بهرني ماشینونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

اشتراک مولوی صدراعظم در نمایشگاه بین‌المللی امام ابوحنیفه در کابل
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نمایشگاه بین‌المللی امام ابوحنیفه که در کابل برگزار شده‌ است‌ اشتراک نمود.
آقای صدراعظم با حضور در این نمایشگاه در مورد فروش محصولات زراعتی، باغداری، مالداری  و در مجموع تولیدات داخلی از اشتراک کننده‌گان جویای معلومات شد و غرفه‌داران هم در مورد مفیدیت نمایشگاه و فروش محصولات شان صحبت نمودند.
نمایشگاه امام ابوحنیفه برای هفت روز از تاریخ ۱۰ تا ۱۷ ماه قوس در ساختمان نمایشگاه‌های افغانستان واقع چمن حضوری برگزارشده‌است و در آن صنعت‌کاران، دهقانان، باغداران، کسبه‌کاران و مالداران محصولات خویش را در آن نمایشگاه گذاشته‌اند. همچنان بازرگانانی از کشورهای پاکستان، ایران و ترکیه در این نمایشگاه اشتراک دارند.
در این نمایشگاه محصولات داخلی و ماشین‌آلات خارجی در بیش از ۶۰۰ غرفه به نمایش گذاشته‌شده‌است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS