د ننګرهار شېرزاد کې د اوبولګولو د دوو کانالونو د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Thu, Dec 08 2022 10:12 AM
د ننګرهار شېرزاد کې د اوبولګولو د دوو کانالونو د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (Islamic Relief) مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو متلونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي لګښت د شېرزادو ولسوالی اړوند د پیټلو او مرکې  کانالونو د بیاروغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد، د اقتصاد رییس مولوی امین الله او د یادو سیمو قومي مشرانو ګډون درلود.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې یاد کانالونه د (Islamic Relief) مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو متلونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي لګښت د درېیو میاشتو په ترڅ کې بشپړ کړي دي. 
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې ددغو پروژو په ترڅ کې د پیټلو ۴.۵ کیلومټره کانالونه پاک کاري شوي او ترڅنګ یې ۲۹۳ متره استنادي دېوال هم  په اساسي ډول رغول شوی دی او ترڅنګ یې د کانال په مسیر کې درې دروازې جوړې شوي دي او ۹۴۵ کسانو ته دکار زمینه برابره او پنځه زره جریبه ځمکه ترې خړوبېږي.
همداراز په مرکې خېلو کې د  اته کیلو متره کانال د پاک کاري چارې بشپړي شوي، ۳۵۴ متره استنادي دیوال یي په اساسی ډول ورغول شو، چې د پروژې په ترڅ کې ۹۶۷ ځايي خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوي وه، چې دیاد کانال په بشپړیدو سره هم مهال ۶۵۰۰ جریبه ځمکو ته د اوبخور اوبه برابرې شوې. 
محمد په یاده غونډه کې په قومي مشرانو غږ وکړه چې د پروژو په تطبیق کې باید د همکارو موسساتو سره پوره همکاري وکړي، هغه همداراز قومي مشرانو ته سپارښتنې وکړي، چې د ځنګلونو پوره ساتنه وکړي او هیچاته اجازه ورنکړي چې ځنګلونه قطع کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS