خوست کې د مالدارۍ د پراختیا په پار هڅې
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «DAI» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز کې ۷۰ تنه مالدارانو ته په بېلابېلو برخو کې روزنیزې برنامې په لاره اچولي دي.
دچارواکو په خبره په دغو برنامو کې مالدارانو ته د څارویو د ناروغیو وقایې او نورو اړینو برخو کې اړینې روزنې ورکول کېږي.
ددې پروګرام موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ صنعت ته پراختیا ورکول او د مالدارانو وړتیاوې لوړول دي.
