لغمان کې په ۱۳۰ مېرمنو د سبو او مېوو د پروسس کېټونه ووېشل شول

mail-admin
Thu, Dec 08 2022 10:07 AM
لغمان کې په ۱۳۰ مېرمنو د سبو او مېوو د پروسس کېټونه ووېشل شول

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي او د  (Roots Of Peace) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ۱۳۰ اړمنو مېرمنو د سبو او مېوو د پروسس ۱۶ ډوله بېلابېل توکي وېشلي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمدولي محسن د یادو ادارو له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او دغه راز له دغو مرستو برخمن شويو مېرمنو ته لازمې لارښوونې وکړې.
له دغو مرستو برخمن شوي مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس له یادو توکو څخه په ګټنې په خپلو کورونو کې اچار، مربا، رُب او یوشمېر نور توکي پروسس او بازار ته وړاندې کوي او له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه ترلاسه او د خپلو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې همکارۍ کوي.
ددې مرستې موخه د بېوزله او اړمنو مېرمنو ملاتړ او د دوی اقتصادي پیاوړتیا سره مرستې او همکارۍ کول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS