ننګرهار: د اماراتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنيکي پلاوی څلورمه غونډه تر سره شوه

user-admin
Mon, Nov 28 2022 5:40 PM
ننګرهار: د اماراتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنيکي پلاوی څلورمه غونډه تر سره شوه


۷  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوی عبدالستار محمد تر مشرۍ لاندې د اماراتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنيکي پلاوی خپله څلورمه غونډه تر سره کړه.
په دې غونډه کې د تېرې غونډې پر موضوعاتو رڼا واچول شوه، او پرېکړه وشوه چې د درونټي په غصب شوو سیمو کې چې د اشخاصو لخوا دوکانونه، هوټلونه او کورونه جوړ شوي دي، باید د قانون مطابق که د چا قرارداد نه وي شوي قرارداد دي وکړي او که د چا قرارداد وي باید قرارداد نوي کړي. 
همداراز د هسکه مینې او کوټ ولسوالیو تر مینځ د اماراتې ډاګ په اړه چې ځايي اوسیدونکو د شخصي ملکیت ادعا کوله هم تصمیم ونیول شو، چې راتلوونکې غونډې ته به د دواړو ولسوالیو اوسیدونکې خپل د ملکیت اسناد تخنیکې هئیت ته وړاندې کړي تر څو وروسته کوم اجراات چې په نظر کې دي عملي شي.
دغه راز په دې غونډه کې د ننګرهار د کرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په مشرۍ کمېټه وټاکل شوه، چې په ترکیب کې يي د حج اوقافو، عدلیې، امنیه قومندانې، مستوفیت، نظامي څارنوالۍ ریاستونو استازې شامل دي،  د ښیوې ولسوالۍ اړوند د مروارید نهر لاندې کومې ځمکې چې د غاصبینو لخوا غصب شوي دي، له نږدې څخه وګوري او راتلوونکې غونډې ته خپل ګذارش وړاندې کړي.
په ورته وخت کې ددې غونډې په ترڅ کې د کارونو د چټکتیا او د اماراتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو په موخه د ولسوالیو په کچه یو معلوماتې کمیټه جوړه شي، چې په ترکیب کې يي د اړونده ولسوالۍ ولسوال د رییس په توګه د کرنې او اراضي مسؤل، امنیه قومندان، څارنوال، حقوقو مدیر، ښاروال، حج اوقافو مدیر، مالیه مدیر د استازو په توګه شامل وي، تر څو د ولسوالیو په سطحه د غصب شوو ځمکو په اړه معلومات راټول او تخنیکي پلاوی سره شریک کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS