کندز کې پر ۵۸۸ کورنيو د چرګانو پالنې اړین توکي ووېشل شوې
۷ لېندۍ ۱۴۰۱ه.ش
۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه.ق
د کندز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO)په مالي او د (ORD)مؤسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز په بېلابېلو کلیو کې ۵۸۸ بېوزلې، کونډې او معیوبو ښځو ته د دوی دکورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو د فارمونو جوړولو په پار اړین توکي وېشلي دي.
په دغو وېشل شویو توکو کې هر مستحق کس ته د چرګانو خوراکي توکي او دغه راز د چرګانو فارم جوړولو په پار یوه دروازه، ده کړکۍ، د اوبو دې لوښې او د دانو درې لوښې ورکړل شوي دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د OHW دفتر په همکارۍ د کندز په مرکز او چهاردرې ولسوالي کې پر ۴۹۰ کورنيو د چرګانو د روزنې وسايل وېشل شوي وو.
