ننګرهار کې په ۱۷۲ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۵ لېندۍ ۱۴۰۱ه.ش
۱ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «کورډیټ» په مالي او د «RRAA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د کوټ ولسوالی په ۱۷۲ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي وېشل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولسوالی کې د غنمو حاصلاتو لوړولو په موخه هر بزګر ته 25 کیلو ګرامه تخم، 25 کیلو ګرامه توره سره او 25 کیلو ګرامه سپینه کیمیاوی سره ورکړل شوه، او ترڅنک یي کرنیز وسایل هم ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د غنمو د حاصلاتو لوړوالي ترڅنګ د بېوزله کروندګرو ملاتړ او د دوی اقتصاي ودې ته زمینه برابرول دي.