د خصوصي سکټور د پراختیا رییس معرفي شو

mail-admin
Wed, Nov 23 2022 1:46 PM
دخصوصي سکټور د پراختیا رییس معرفي شو

۲  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رییس د ځمکو چارو ریاست مرستیال ملا عبدالرحمن رحماني له خوا ددې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د ځمکو چارو ریاست مرستیال ملا عبدالرحمن رحماني نوی ګمارل شوی رییس ضیا الحق ضیا په پژژند غونډه کې د ده د تېرو کړنو په هکله خبرې وکړې او هیله یې وښودله چې خلکو ته د لازیاتو چوپړتیاوو وړاندې کولو جوګه شي.
هغه وویل: «: په اداراتو کې بدلون یو اصل دی او دا کار د فعالیتونو د ښه والي او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ترسره کیږي.  له همدې امله د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبری په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت په منظورۍ ښاغلي ضیاء الحق ضیاء د خصوصی سکټور د پراختیا رئیس  په توګه وټاکل شو.»
ورپسې د اجارې او پانګونې لوی رییس ښاغلي ملا محمد ظاهر امین له نوي مقرر شوي رییس سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه: «د اسلامي امارت د مشرتابه لارښوونو ته په کتو اړتیا ده په مهمو برخو کې مسلکي او با تجربه کسان وګمارل شي ترڅو له دې لارې هېوادوالو ته د ښه خدمات وړاندې کول او د عالي مقام هدایات په موثره توګه ترسره شي».
په آخر کې د ځمکو چارو سرپرست معین  په ټولو کاري برخو کې پر شفافيت ټینګار وکړ او له ټولو کارکوونکو په ځانګړي ډول د خصوصي سکتور له رییس څخه یې وغوښتل، چې د دغه ریاست د موخو د پوره کولو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي او غونډه په دعایې سره پایته ورسېد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS