خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي دویمه غونډه

mail-admin
Wed, Nov 23 2022 9:39 AM
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي دویمه غونډه

د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وایي، چې ددې ولایت اړوند د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي د یوې غونډې په ترڅ کې رسنیو ته ور وپېژندل شول.
یاد پلاوي د ولایت مقام د مرستیال له خوا رسنیو ته ورپېژندل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، چې د خوست ولایت په مطبوعاتي کنفرانس کې په لاره اچول شوې وه د خوست مرستیال والي مولوی محمدانور دین پرورد غونډې ګډونوالو ته د غصب دمخنيوي تخنيکي پلاوی او غصب په باره کې مفصلې خبرې وکړي.
و روسته د تخنيکي پلاوی رییس قاري عبدالصمد محمدي لخوا د پلاوی د ترکيب او خپل شتون په خوست ولايت کي اعلان کړ او خلکو ته يې د نوموړي پلاوی په باره معلومات ورکړل شول.
ښاغلی محمدي زیاته کړه: «د مشرانو په ولس شفقت اومهرباني ده، چې د ځمکو غصب د مخنیوي لپاره یې  په ولایاتو کي تخنیکي پلاوی مقرر کړل ـ چې خلک د غصب د لوی ګناه څخه محفوظ شي .»
دغه راز په دې غونډه کې د شيخ صاحب محترم عبدولي حليمي لخوا د مطبوعاتو کارکوونکو ته د غصب او د دوی پوښتنو ته لنډ لنډ ځوابونه او د غصب د کراهت په باره کي خوست ميشتو ته تفصیلي  معلومات د قران او حدیث په رڼا کي ورکړل شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS