دکرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رییس سره وکتل
۲ لېندۍ ۱۴۰۱ه.ش
۲۸ ربیعالثاني ۱۴۴۴ ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې مېرمن رزا اوتونبایوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر استازې مېرمن انوبا سود او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) رییس سره وکتل.
په دې لیدنه کې پر ګډو همکاریو خبرې وشوې؛ دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو له چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان خلکو سره د زېربنایي او اساسي فعالیتونو په برخه کې همکاري اود دوی ملاتړ وکړي.
دکرنې وزیر وویل: «اوس د افغانستان په ټولو سیمو کې امنیت ټینګ شوی دی، خلک شپه او ورځ کولای شي، چې کار وکړي او وګرځي، د امارت د مشرتابه له خوا د مخدره توکو کرکېله هم منع اعلان شوی دی، دکرنې وزارت کارکوونکو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امنیتي چارواکو سره په همکارۍ او همغږۍ د مخدره توکو د کرکیلې مخه نیسي، نو په همدې موخه اړتیا ده، چې نړۍ او ملګري ملتونه دې په دې حالت کې د افغانستان خلکو او د بزګرانو کورنیو سره همکاري وکړي ترڅو خلک له بد اقتصادي وضعیت څخه خلاص شي.»
دغه راز دکرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پلاوي له مشرې څخه وغوښتل، چې تر ډېره د زېربنایي فعالیتونو په برخه کې لکه سړوخونو، د اوبوبندونو، کرنیزو کانالونو، اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو په برخه کې کار وکړي ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره او د دوی اقتصاد ورسره ښه شي.»
د ملګرو ملتونو د ادارې چارواکو دکرنې وزارت د خبرو هرکلۍ وکړ او ډاډ یې ورکړل، چې د افغانستان بزګرانو او مالدارانو سره د همکاریو زیاتوالی او دوام ته چمتو دي او دغه راز د نړۍ هېوادونه هڅوي، چې د اسلامي امارت له دولت سره همکاري وکړي.
دیدار وزیر زراعت با رئیس ملل متحد در افغانستان
۲ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءاللهعمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با خانم رزا اوتونبایوا نماینده سازمان ملل در افغانستان، خانم انوبا سود نماینده دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم ملل متحد در افغانستان و ریچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد(FAO) دیدار کرد.
در این دیدار روی ادامه همکاریهای مشترک صحبت صورت گرفت وزیر زراعت از مسوولان سازمان ملل خواست که مردم افغانستان را در راستای فعالیتهای زیر بنایی و اساسی حمایت و همکاری کنند.
وزیر زراعت گفت:" فعلن در تمام افغانستان امنیت برقرار است، مردم شب و روز میتوانند کار کنند و بگردند، کشت مواد مخدر نیز از طرف رهبری امارت منع اعلان شده، کارمندان این وزارت در تمام ولایتها در همکاری و هماهنگی مسوولان امنیتی از کشت مواد مخدر جلوگیری میکنند، پس نیاز است در این حالت جهان و سازمان ملل به مردم افغانستان و خانواده دهقان را همکاری کنند تا مردم از وضعیت بد اقتصادی خلاص شوند".
همچنان وزیر زارعت از رییس هیئت سازمان ملل در افغانستان خواست که در قسمت فعالیتهای زیربنایی بیشتر چون اعمار سردخانهها، بندهای آب، کانالهای زراعتی، تخم اصلاح شده و کودکیمیاوی کارکنند تا برای مردم مصروفیت ایجاد شود و اقتصاد شان بلند برود".
مسوولان سازمان از صحبتهای وزیر زراعت استقبال نموده اطمینان دادند که حاضر به ادامه و افزایش همکاری میباشند با دهقانان و مالدارن کشور می باشند و همینگونه کشورهای جهان را تشویق میکنند تا با دولت امارت اسلامی همکاری کنند.
